بيجنګ 14 مئي (اے پي پي﴾ د سندھ اعلٰی وزير سيد مراد علي شاه وئېلي دي چې اقتصادي راهدارۍ پروژې ترمخه د كراچۍ سركلر رېلوے پروژې د بنياد تيګه به د روان كال په آخر كښې اېښودلې شي٬د سندھ حكومت د پاك چين ملګرتيا او د سي پ??ك په پروژه د وفاقي حكو??ت سره دې٬سنټرل ډوېلپمنټ وركننګ پارټي د پروژې منظوري وركړې او دسمبر تر آخر د كار پيل كولو اراده لرو۔اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې سيد مراد علي شاه ووئيل چې د سي پیك فريم ورك ترمخه د سندھ حكومت د كراچۍ سركلر رېلوے او د كے ټي بندر پروژو تجويز وركړې وو۔د كراچۍ سركلر رېلوے فزبېلټي په درې مياشتو كښې بشپړ شوې او د دې راپور په مارچ كښې منظورۍ لپاره وفاقي حكومت ته لېږلې شوې وو۔د چينائي قيادت سره د وزيراعظم محمد نواز شريف د ملاقات په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې د وزيراعظم سره د څلورو واړو اعلٰی وزيرانو بېلټ ا??نډ روډ فورم كښې ګډون يو مثبت اشاره ده چې د چين سره د نزدې ملګرتيا او په اقتصادي اړيكو ټول قام يو موټې دې۔سيد مراد علي شاه د چينائي اولس مشر په خاص توګه په فورم كښې د شريك ټولو سياسي قوتونو عمل ستائېلې۔ده ووئيل د سندھ حكومت د پاك چين ملګرتيا او په سي پ??ك پروژه د وفاقي حكو??ت سره دې۔ده ووئيل سي پ??ك پروژه د ون بېلټ ون روډ پروګرام مهمه برخه ده۔د سندھ حكومت عزم لري چې دا پروژه به پاكستان او چين دواړو لپاره ګټوره وي
اقتصادي راهدارۍ پروژې ترمخه د كراچۍ سركلر رېلوے پروژې د بنياد تيګه به د روان كال په آخر كښې اېښودلې شي
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ