اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي﴾ نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ ﴿اېن ډي اېم اے﴾ وئيلي دي چې د جون د 20مې نېټې نه د اګست تر 24مه نېټه د سختو بارانونو په نتيجه كښې په هېواد كښې 84 كسان مړه او 155 ژو??ل شوي٬ په بارانونو كښې 316 كورونو ته زيان رسېدلې۔ د خالي په ورځ د اېن ډي اېم اے لخوا جاري شوي بيان له مخې د تېرو دوه مياشتو په مهال په هېواد د بارانونو په نتيجه كښې لوي زيان شوے۔ په راپور كښې وئيلي شوي دي چې په پنجاب كښې په باران او ط??فا?? كښې 31 كسان مړه او 47 ژو??ل شوي دي۔ په خېبر پښتونخوا كښې د بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې په مجموعي توګه 21 كسان مړه او 39 ژو??ل شوي دي او 173 كورونو ته زيان رسېدلې۔ په بلوچستان كښې 2 كسان مړه شوي او په جمو او كشمير كښې 21 كسان مړه او د 20 نه زيات ژو??ل شوي دي او 60 كورونو ته زيان رسېدلې۔ په باران او سېلاب كښې په ګلګت بلتستان كښې 2 كسان مړه او يو ژو??ل شوے او 13 كورونو ته سخت زيان رسېدلې۔
د جون د 20مې نېټې نه د اګست تر 24مه نېټه د سختو بارانونو په نتيجه كښې په هېواد كښې 84 كسان مړه او 155 ژوبل شوي٬ په بارانونو كښې 316 كورونو ته زيان رسېدلې۔ اېن ډي اېم اے
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ