اسلام آباد 17 جنوري (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې عمران خان دي د تېرو دريو كالو راهسې په دروغو وئيلو او د اړي ګړي په سياست كولو د قام څخه معافي وغواړي ٬ د ھغه د پټيشن څومره برخې په عدالت كښې اورولې شوې دي خو د پي ټي آئي وكيل دليلونه نه دي وركړي٬ د پټيشن د ھغه برخو نه عمران خان خپله او د ھغه وكيل په شا شوي دي٬ وزیراعظم محمد نواز شریف عدالت څخه كومه استثنیٰ نه ده غوښتې ٬ كه داسې ئې كول نو وزيراعظم به د كېس د مېنټېنبلټي چېلنج كرې وه خو ھغه داسې نه دي كړي او سترې محكمې ته ئې وئيلي دي چې كېس دې واورېدلې شي ٬ په اولس او د پارلمان په غړو چې كوم قانون لاګو كېږي ھغه قانون په وزیراعظم هم لاګو كېږي٬ وزيراعظم په كوم هم تقرير كښې كه ھغه په پارلما كښې ٶ او كه بهر درغ نه دي وئيلي او نه پكښې تضاد شته۔ د سترې محكمې په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان په خپل وړومبني پيټيشن كښې وئيلي ٶ چې وزیراعظم نواز شریف دې اخوا كړې شي ولې چې ھغه د ټېكس غلا كړې٬ د ھغه د پټيشن څومره برخې عدالت كښې اورولې شوې دي چې ترې د پي ټي آئي وكيل دليلونه نه دي وركړي٬ د پټيشن د ھغه برخو نه عمران خان خپله او د ھغه وكيل په شا شوي دي۔ مریم اورنګزېب ووئيل تېره ورځ عمران خان ميډيا ته وئيلي ٶ چې وزیراعظم یوټرن اخلي او عدالت څخه ئې استثنیٰ غوښتې۔ دوهمې وزيرې ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف د عدالت څخه كومه استثنیٰ نه ده غوښتې٬ كه داسې ئې كول نو وزيراعظم به د كېسن د مېنټېنبلټي چېلنج كرې وه خو ھغه داسې نه دي كړې او سترې محكمې ته ئې وئيلي دي چې كېس دې واورېدلې شي٬ كه وزیراعظم محمد نواز شریف استشنیٰ غوښته نو نن به په ستره محكمه كښې دا كېس نه اورېدل كېدو۔ دې ووئيل استثنیٰ عوښتل او د سټې آرډر په شا پټېدل د عمران خان عادت دے۔ مریم اورنګزېب ووئيل اصليت كښې عمران خان خپله د ټاكنو كمېسون څخه استثنیٰ غوښتې او په خپل كېس ئې وئيلي دې زه د دې خبرې ځوابدار نه يم كومه چې ما د ټاكنو نه وړاندې كړې دي ۔ دوهمې وزيرې ووئيل د ټاكنو كمېسون كښې د عمران خان لخوا چې كوم ډول خلف نامه داخله كړې شوې په ھغې ئې هم معافي غوښتې او ټول كېسونه ئې بېرته اخسي۔ مریم اورنګزېب عمران خان مخاطب كولو سره ووئيل چې اوس وخت راغلې چې د قام څخه معافي وغواړي ولې چې درې كاله دې قام ته دروغ وئيلي دي او د اړي ګړي سياست دې كړې۔ دې ووئيل وزیراعظم كوم ډول د ټېكس غلا يا مني لانډرنګ نه دې كړې كه ھغه داسې كړې وې نو ستري محكمې ته به ئې د كېس اورېدنې ته نه وئيل۔مریم اورنګزېب ووئيل په اولس او د پارلمان په غړو چې كوم قانون لاګو كېږي ھغه قانون په وزیراعظم هم لاګو كېږي۔ دې ووئيل محمد نواز شریف په درېم ځل ټاكل شوې وزیراعظم دے٬ ھغه د تقرير كولو څخه نه وېرېږي٬ د ټولو تقريرونو رېكارډ موجود دے۔ مریم اورنګزېب ووئيل نن په عدالت كښې دا جمله غږېده ، It cannot be done ، چې مطلب ئې دا دې چې كه عمران خان غواړي چې محمد نواز شریف له دې يو قانون وي او د پاكستان وګړو له دې بېل قانون وي نو زمونږ وكيل په عدالت كښې دا ووئيل چې It cannot be done ۔ مریم اورنګزېب ووئيل نن عدالت دا هم ووئيل چې كه په وزیراعظم تورونه ثابت نه شول نو د دې كېس په بنياد وزیراعظم اخوا كېدې نشي۔
عمران خان دي د تېرو دريو كالو راهسې په دروغو وئيلو او د اړي ګړي په سياست كولو د قام څخه معافي وغواړي
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada