اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې سلاكار عرفان صديقي وئېلي دي چې حكومت په ميرټ باور لري٬ بايد ځوانانو او صلاحيت لرونكو كسانو له د د??ي د كار استعداد له مخې حق ترلاسه شي٬ د داخلو او بهرتو د ديانت او سپيځلتيا په بنياد تګلار خپلولو او د سفارش كلتور نفي كول ضروري دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده نېشنل ټيسټنګ سروس(اېن ټي اېس)هېډكوارټر دورې پھ موقع د نهې په ورځ يوې غونډې ته پھ خپل خطاب كښې وكړه۔ د وزيراعظم سلاكار عرفان صديقي پھ دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې د حكومت لخوا پھ ملازمتونو لګول ش??ي د بندېز پورته كولو اعلان نه وروستو د دريو كلونو په مهال اېن ټي اېس رېكارډ تعداد كښې د كانديدانو ټېسټ واخستو او صلاحيت لرونكو ځوانانو له د مېرټ په بنياد نوكرۍ وركړې شوې۔ ده ووئيل چې كوم قام سره د دې نه لوي زياتې نه شي كېدے چې اهل ځوانان او صلاحيت لرونكي كسان دې د حق څخه محروم كړے شي۔ عرفان صديقي ووئيل چې وزيراعظم محمد نواز شريف د ميرټ په ډاډګېرنه باور لري او پھ دې سبب د ځوانانو او صلاحيت لرونكو كسانو وړاندې راتلو په پالېسۍ كار بند دے۔ پھ دې موقع د اېن ټي اېس چيف ايګزېكټو آفيسر(سي اي او) ايئر كموډور(ر) ډاكټر شيرزاده خان د ادارې جوړولو په غرض٬مقاصدو او تراوسه د ترلاسه شويو كاميابو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو
بايد ځوانانو او صلاحيت لرونكو كسانو له د دوي د كار استعداد له مخې حق ترلاسه شي
مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena