اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئېلي دي چې آزاد كشمير كښې د پرامن ټاكنو په اړه سياسي ګوندونو اندېښنې لرلې ولې د پرامن ټاكنو په كولو مونږ د پاك پوځ٬انتظاميه او الېكشن كميسون مننه كوو۔پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل مونږ آزاد كشمير كښې وركرز كنونشن څخه خپل انتخابي مهم پېل كړو٬مونږ وكتل چې د پي پي پي حكومت د آزاد كشمير اولس خېرښېګړی له هېڅ هم كړی نه دي چې په سوب يې اولس پي پي پي څخه خفه ښكارېدو ولې چې دلته د بنيادي اډانې پشمول تعليم او روغتيا ته پام ګرځولې شوې نه دې۔د دې ځاې سړكونه خر??ب دي او د خلكو د ژوند معيار ناوړه دے۔د آزاد كشمير اولس دا ځل د پاكستان مسلم ليګ(ن)ستائنه كړې او په انتخابي مهم كښې يې زمونږ جلسې كاميابې كړي دي٬ د آزاد كشمير اولس په پاكستان مسلم ليګ(ن)د باور څرګندونه د وزيراعظم نواز شريف پھ پالېسو د باور څرګندونه ده۔د يوې پوښتنې په ځو??ب ده ووئيل بلاول آزاد كشمير كښې د خپلو حكومت كاركردګي وړاندې نه كړې شوه او د دې ذمه وار د پيپلز ګوند آزاد كشمير ناقص حكومت دے كوم چې د دې ځاې اولس لپاره په تېرو پنځو كلونو كښې هېڅ نه دي كړې۔د دې كبله نو خو اولس د بلاول هركلے وكړو او نه د ده راتلو سره د ټاكنو په مهم كوم اثر پريوتې۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب آصف كرماني ووئيل پي اېم اېل اېن د آزاد كشمير هغه ګوند دے كوم چې د ټاكنو په مهال خپل منشور وړاندې كړو٬تحريك انصاف او د پي پي پي پشمول كوم هم ګوند خپل منشور وړاندې نه كړی ??و??مس??م ليګ(ن)به آزاد كشمير كښې د وزيراعظم د وژن ترمخه تر ټولو اول بنيادي اډانه ښه كړي۔موټرويز او ايكسپرېس ويز به جوړې كړی ??ي٬د روغتيا او تعليم څانګو ته به خاص پام وكړې شي۔د آزاد كشمير اولس ته به پنځه ايئر ايمبولينس هم وركولې شي۔د يوې بلې پوښتنې په ځو??ب ده ووئيل مونږ به دلته د ك??پش?? كونكو سخت احتساب كوو۔د اولس پېسه به د اولس په خېرښېګړه مصرف كولې شي
د آزاد كشمير اولس په پاكستان مسلم ليګ(ن)د باور څرګندونه د وزيراعظم نواز شريف پھ پالېسو د باور څرګندونه ده
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará