اسلام آباد 25 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوی وئيلي دي چې د پاکستان پوځ د نړۍ تر ټولو قوي ، تجربه لرونكې او منظم پوځ دې، د هېواد هر يو ځوان او ??پاهی د هېواد جذبه لري، د هېواد دفاع لپاره به د كومې هم قربانۍ څخه ډډه نه شي كولې، د پاکستان ورځ پرېډ د هېواد سره د مينې جذبه رامخې ته كړې۔ ده دا خبره د ګل پھ ورځ د پاکستان ورځ پرېډ منتظمینو له د ایوارډز وركولو دستورې ته خطاب کښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل د پاکستان ورځ پرېډ نړۍ له پيغام وركوي چې په دې كښې هيڅ شك نشته چې د پاکستان قام يو طاقتور قام دې او ?? هېواد د فاع لپاره به د كومې ھم قربانۍ څخه ډډه نه كوي، د پاکستان هر يو ځوان او ??پاهی د هېواد سره د مينې جذبه لري۔ ده د پاکستان وسله والو ځواكونو ته پيرزوينې وړندې كولو سره ووئيل چې وسله والو پھ هر سخت وخت كښې د پاکستان بيرغ هسك كړې، د پاکستان قام او په خاص توګه وسله والو ځواكونو د ترهه ګرۍ مقابله كولو سره نړۍ كښې يو ښه مثال جوړ كړې دې۔ مونږ ?? ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ګڼي قربانۍ وركړې دي او ډير څه مو زده كړې دي۔ ده ووئيل د پاکستان پوځ د نړۍ يو قوي ، تجربه لرونكې او منظم پوځ دې۔ اولس مشر د پاك هند اوسني تاؤ ترېښوالې حواله وركولو سره ووئيل د پلوامه پېښې نه پس په پاکستان غلط تور لګولې شوې خو پاکستان د ذمه وارۍ څركندونه كړې۔ مونږ ??ښمن له ښكاره پیغام وركړې چې جارحیت ونه كړې شي ، كه كوم هم غلط اقدام پورته كړې شو نو بشپړه ځواب به وركولې شي او كله چې هند زمونږ ?? فضائی پولو خلاف ورزی وكړي نو ځواب به وركولې شي۔ ده ووئيل د پولې پورې غاړه د جنګ غږونه كېږي دغسې مونږ نړۍ له د امن پیغام وركړې۔ ده ووئيل د قام لپاره دا خبره د وياړ وړ ده چې پاکستان طاقت هم لري او ??من كښې خوښې هم لري۔ هم دغه طاقت به تل له وي ۔ اولس مشر ووئيل نن مونږ يو نوې دور څخه تيرېږو، ایماندار او ??یانتدار قیادت لرو۔ په دې موقع اولس مشر د خلیفه راشد حضرت عمر بن خطاب (رض) د زمانې د خلافت د يوې فتحې حواله وركولو سره ووئيل د سيمې فتح كولو سره سره مال غنیمت هم راغلې، كه چا ته د سرو زور خښته هم ترلاسه شوې نو هغه ئې هم مال غنیمت كښې جمع کړې۔ په دې موقع د حضرت عمر (رضي) د سترګو څخه ا??ښك?? روانې شوې په دې زمونږ څلورم خلیفه حضرت علی (رض) پوښتنه وكړه كوم ناوړه خبر راغلې يا دا د خوشحالۍ ا??ښك?? دي۔ حضرت عمر (رض) ووئيل نه دا د خوشحالۍ ا??ښك?? دي او ??يا ئې دې د هغه پېښې په اړه خبر كړو۔ په دې حضرت علی (رض) ووئيل دا د هغه نه بلكې ستاسو ایمانداری ده ځكه چې د ايماندارۍ اثرات د پورته نه ښكته ځي۔ اولس مشر ووئيل مونږ د هغه اعلیٰ هستیانو روایاتو څخه زدكړه كوو، زمونږ قیادت او پوځ امین دې۔اولس مشر د قائداعظم محمد علی جناح د وسله والو ځواكونو ذمه واريو په اړه د اقوال ذكر هم وكړو كوم كښې چې هغه وئيلي چې كله د پاکستان دفاع او ?? قام سلامتیا لپاره تاسو راوبللې شئ نو تاسو به د خپل اسلافو د روایاتو له مخې د ښه کارنامو څرګندونه كوئ۔ د پاكستان بيرغ به هسك ساتلې شي او ?? لوئ قام عزت او وقار به په ځائې ساتلې شي۔ ده په خاص توګه د ملګرو هېوادونو سعودی عرب، آذربائیجان، سری لنکا، برونائی، بحرین، ترکیې او چین په پریډ كښې شمولیت ستائلو سره د هغوي مننه وكړه۔ دې نه وړاندې اولس مشر د پاكستان ورځې پرېډ منتظيمنو ته ايوارډز هم وركړل۔
اولس مشر ډاكټر عارف علوی د پاکستان ورځ پرېډ منتظمینو له د ايوارډ وركولو دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت