اسلام آباد۔7جون (اے پی پی) وزيراعظم شهبازشريف خيبرپښتونخوا کښي د ګېس د موندلې شوې ذخيرې څخه خلقو ته د فوري ګېس ورکولو منظوري ورکړي ده۔ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملټري فاونډېشن ګروپ چيئرمېن وقار احمد ملك او د ماړي پټروليم مشر فهيم حيدر د زيارت په ورځ وزيراعظم سره ملاقات وكړو۔ د پېټروليم وزير مملكت سېنېټر مصدق ملك او د پټروليم سېكتر هم په ملاقات كښې موجود وو۔ وزيراعظم د توان په كمبوت قابو موندلو له په پخوانو قبائلي سيمو كښې د ګېس د موندلې شويو ذخيرو نه خلقو ته د فوري ګېس ورکولو منظوري ورکړې ده۔ د خېبر پختونخوا په بنوں سيمه كښې د لس كھربه كيوبك فټ ګېس ذخيرې موندلې شوې وې۔ وزيراعظم اولس د ګېس د كمي نه بچ كولو له د دې ګېس كارولو هدايت كړې۔ وزيراعظم ته دشمالي وزيرستان په بنو كښې د نوې موندل شويو ذخيرو په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم د ګيس سېكټر مجموعي صورتحال، د طلب او رسد نه هم خبر كړې شو۔ وزيراعظم د اړوندو سيمو اولس ته د موندلې شوي ګېس د مېوؤ رسولو ٬ د سيمې پرمختګ ٬ سماجي خېر ښېګړی ٬ زده كړو او د روغتيا په اړه د سفارشاتو وړاندې كولو هم هدايت وكړو۔ وزيراعظم ووئيل زه دې په دې اړه خبر كړې شم چې په كومو سيمو كښې ګېس موندلې شوې دې د دغې سيمو اولس او كوچنيانو ته به څه په لاس ورشي۔
وزيراعظم خيبرپښتونخوا کښي د ګېس موندلې شوې ذخيرې نه اولس ته د فوري ګېس ورکولو منظوري ورکړه
مضمون کا ماخذ : bolão quina