اسلام آباد۔26اپرېل(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان د کورونا وائرس وبا د لاسه د پېدا شوي صورتحال او معيشت بحالۍ له 4 نكاتي ايجنډا تجويز كولو س??ه وئيلي دي د كووډ – 19 وبا د لاسه لويې نړيوالې ستونزې سره مخ يؤ۔ اولسي صحت او معاشرتي تحفظ ته به وده وركول وي۔ د وبا د لاسه د تل پاتې پرمختيائي هدفونو ترلاسه كولو كښې ستونزې پېښې دي۔ پاكستان د ماحولياتي بدلون حوالې سره په بشپړه تګلاره عمل كوي۔ يوازې سيمه ايزه او نړيواله مرسته كښې د زياتوالي د لارې ټولو ته ارزان وېكسين وركولې شؤ۔ پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره به د ??رض مسئله په منصفانه او تلپاتي ډول حل كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اېشيا او بحرالكاهل اق??صا??ي او سماجي كمېشن 77 مې غونډې پرانستې سېشن ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل د كووډ – 19 وبا د لاسه لويې نړيوالې ستونزې سره مخ يؤ او ګرده نړۍ كښې د دې منفي اغېز په روغتيا او معاشرتي او اق??صا??ي پرمختګ پرېوتے دے۔ د اېشيا او بحر الكاهل هېوادونه هم دې وبا سره مخ دي۔ د دې د لاسه به 100 ملین نه زيات كسان ډېر زيات بې وزله شي۔ هغه ووئيل د کووډ۔19 نه وړاندې چې د آمدنۍ كومه كچه وه د هغې بيا ترلاسه كولو كښې څو كاله لګېدې شي۔ هغه ووئيل مونږ له به په قامي كچه ګامونه پورته كول وي٬ په سيمه ايزو او نړيواله كچه مرسته كښې به تسلسل رامخې ته كول وي۔ وزيراعظم ووئيل زه په دې لړ كښې څلورو څانګو ته د پام ګرځولو وړاندېز وركوم۔ تر ټولو وړاندې به مونږ له د غريب دوست او بشپړه پالېسيو محور اولس جوړول وي۔ مونږ له به د صحت عامه او معاشرتي تحفظ نظام مضبوطول وي او دا پاكستان كښې زمونږ بنيادي مقصدونه دي۔ وزیراعظم ووئيل دويمه دا چې امن او پرمختګ بايد د بشري حقونو بنياد جوړ كړے شي او په نړيواله كچه د دې په ځائې ساتلو س??ه سره د دې تحفظ هم ضروري دے۔ ??ړيواله ورورولي دې د غېر ملكي تسلط په ډول صورتحال ته هم پام وګرځوي۔ هغه ووئيل درېمه دا چې د بحالۍ په صورتحال كښې به مونږ ته د خپلو معيشتونو په لا تل پاتې او مضبوطو بنيادونو د اودرولو موقعه ترلاسه شي۔ د موسمياتي بدلون اثرات مخنيوي له بشپړه اقدامات د وړاندې تللو لاره ده۔ پاکستان د شينكۍ ودې له په بشپړه پالېسيو عمل كوي۔ وزیراعظم ووئيل څلورم دا چې پرمختګ لپاره مناسب مالي وسائلو كارولو ته اړتيا ده۔ پرمختګ كوؤنكو هېوادونو له به د ??رض مسئله منصفانه او په تلپاتي ډول حل كول وي۔ وزیراعظم ووئيل تر ټولو لوئے سوال دا دے چې مونږ له به د دې هدفونو ترسره كولو له كومه لاره خپلول وي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ له به د خپلو راتلونكي كول ګټې نظر كښې نيولو س??ه د اوږدې مودې تګلارې جوړولو سوچ كول وي۔ پاکستان خپل پام جغرافيائي سياست نه جغرافيائي معيشت پلو ګرځولے دے۔ ??ونږ يو ډول نتيجو لپاره په ګډه كار كولو له چمتو يؤ۔ زمونږ كاميابي په مرسته اډانه ګڼ اړخيزه همكارۍ كښې ده۔ هغه ووئيل ایشیاء او بحرالکاهل له به دې لړ كښې وړاندې تلل وي۔ هغه باور وركړو چې پاكستان به د شريكو مقصدونو ترلاسه كولو له ټولو غړو هېوادونو س??ه په ګډه كار كوي۔
د كووډ – 19 وبا د لاسه لويې نړيوالې ستونزې سره مخ يؤ۔ اولسي صحت او معاشرتي تحفظ ته به وده وركول وي۔ د وزيراعظم عمران خان د اېشيا او بحرالكاهل اقتصادي او سماجي كمېشن غونډې ته خطاب٬ څلورو مهمو څانګو ته د پام ګرځولو وړاندېز
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری