اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پی پی) نېشنل کمانډ اینډ آپریشن سنټر (این سی او سی) کورونا وائرس په اړه تازہ شميرې جاري كړي۔ د زيارت په ورځ این سی او سی جاری کړې شميرې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال د کورونا 583 ټسټونه مثبت راغلې او 9 رنځوران په روغتونونو كښې مړه شوي۔د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا 31 زره 168 ټيسټونه شوي چې پكښې سندھ كښې 9 زره 94, پنجاب كښې 10 زره 712, خېبرپښتونخوا كښې 3 زره 797, اسلام آباد كښې 5 زره 398, بلوچستان كښې 1 زره 274,ګلګت بلتستان كښې 444، آزاد کشمیر كښې 449 ټيسټونه شوي۔تر اوسه هېواد كښې د کووېډ۔19 له امله د ښه شوو كسانو شميره 3 لکهه 2 زره 375 ته رسيدلې۔آزاد کشمیر او بلوچستان كښې د کووېډ۔19 کوم هم رنځور په وینټیلیټرز نشته دغسې په ټول هېواد كښې د کووېډ۔19 لپاره بيل شوې 1 زر 912 وینټیلیټرز باندې کورونا 76 رنځوران پراته دي۔هېواد كښې د کووېډ۔19 ایکټو کیسونو شميره 8 زره 15 ده۔هېواد كښې د کورونا وائرس ځپلو شميره 3 لکهه 16 زره 934 ده چې پكښې آزاد کشمیر كښې 2 زره 937, بلوچستان كښې 15 زره 460, ګلګت بلتستان كښې 3 زره 886، اسلام آباد كښې 17 زره 9، خېبر پښتونخوا كښې 38 زره 175، پنجاب كښې 1 لکه 272 او سندھ كښې 1 لکه 39 زره 195 رنځوران شامل دي۔ ټول هېواد كښې د کووېډ۔19 له امله د مړو شوو شميره 6 زره 544 ده چې پكښې سندھ كښې 2 زره 535 دغسې د تيرو 24 ساعتو په مهال 4 رنځوران په روغتونونو كښې مړه شوي، دغسې د تيرو 24 ساعتو په مهال پنجاب كښې 2 رنځوروان په روغتونونو كښې مړه شوي،خېبر پښتونخوا كښې 1 زر 263 كسان مړه ټول مړه شوي ،اسلام آباد كښې 187 مړه شوي او دغسې د تيرو 24 ساعتو په مهال 3 رنځوران په روغتونونو كښې د دې وائرس له امله مړه شوي،بلوچستان كښې 146 كسان مړه شوي او ګلګت بلتستان كښې 89 كسان او په آزاد کشمیر كښې د دې وائرس له امله 77 كسان مړه شوي دي ۔
د تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس 583 کیسونه رپورټ شول، 9 كسان مړه شوې، 31 زره 168 ټېسټونه شوي، این سی او سی
مضمون کا ماخذ : رومن دولت