ملګري ملتونه 05 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېس نړيواله ورورولي د سونامي خطر پحقله خبرولو سره زور رواړې دے چې د موسمياتي بدلون په زېر اثر د سمندر كچه كښې اضافه د سونامي د تباهۍ طاقت لا زياتولې شي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې انتونيو ګوټرېس ووئيل په نړيواله كچه د خطرو پحقله خبرتيا پېدا كول او د خطرو مخ نيوي لپاره د اختراعي طريقو اشتراك ته اړتيا ده ۔ د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ دسمبر كال 2015 كښې د پنځم نومبر ورځ د سونامي پحقله د خبرتيا نړيوالې ورځ په توګه نامزد كړې ده او په دې ورځ ټولو هېوادونو ٬ نړيوالو ادارو او سول سوسائټۍ څخه د سونامي په اړه خبرتيا پېدا كولو او په خطرو كښې كمي لپاره د اختراغي طريقو د اشتراك كولو اپېل شوے دے
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ