اسلام آباد۔26نومبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي د ګډوډي رامخې ته كوؤنكو مقصد په مرګ ژوبله كولو سياست كول دي٬ رياست د صبر او زغم څرګندونه كوي ٬ زمونږ د صبر امتحان بايد وانغستلے شي٬ د??ئي د بيلاروس د صدر دوره سبوتاژ كول غواړي ٬ بشرۍ بي بي د مړو كولو په منصوبه بندۍ راغلې ٬ د پوليس او رينجرز وينه د چا په لاس ولټوؤ ؟ رياست به د فساد كوؤنكو او د ګډوډي رامخې ته كوؤنكو مقصد پورا كېدو ته نه پرېږدي۔ د نهې په ورځ ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل بشریٰ بی بی د مړو كولو په منصوبه بندۍ راغلې ٬ هغه دا مهال چرته پټه ده او د كرائے مزدوران ا?? كوچنيان يۍ رامخې ته كړي ۔ ده ووئيل د بېلاروس صدر د پاكستان په دوره دے ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځه لوظنامې روانې دي، بزنس کنفرنس كيږي او بل اړخ ته تحريك انتشار د دې دورې د سبوتاژ كولو هڅه كوي۔ تحريك انتشار د 9 مئي مقاصد يو وارې بيا ترلاسه كول غواړي۔ وفاقي وزير ووئيل د رېنجرز ځوانان شهيدان شول ٬ پوليس اهلكار مبشر شهيد كړے شو٬ د هغه وينه د چا په لاس ولټولې شي؟ ده ووئيل كله چې كوم دوست هېواد د پاكستان دوره كوي نو د??ئي ته پرلت ولې ياد شي؟ پرلت لپاره د??ئي د دې ځاے ټاكنه ولې كوي؟ دا ځكه چې د??ئي د هېواد دښمنان دي او په هېواد كښې اړے ګړے رامخې ته كول غواړي او د دې به د??ئي ته هېڅكله اجازه ورنكړې شي۔ ده ووئيل پنجاب، سندھ او بلوچستان څخه څوك هم د??ئي سره احتجاج كښې نه دي راوتلي۔ نيولے شوو كاركنانو وئيلي د?? چې مونږ په پېسو راوستلے شوې يؤ۔ ده ووئيل د پي ټي آئي مشرتابه دې خپل بچي په فرنټ لائن ا??دروي٬ د??ئي پخپله ډي چوك ته ولې نه رسي۔ ده ووئيل مونږ ته د پاكستان مفاد عزيز دے٬ نن معيشت پرمختګ كوي ٬ سټاك ماركيټ مخ په وړاندې روان دے۔ ده ووئيل پي ټي آئي يوازينې سياسي ګوند دے كوم چې د هېواد د پرمختګ مخه نيول غواړي۔ ده ووئيل د د??ئي په احتجاج كښی وړاندې زياتره افغانان وي۔ وفاقی وزیر ووئيل د??ئي د منافقت، انتشار، تشدد سیاست كولو سره سياسي ??وائنټ سكورنګ غواړي۔ ده ووئيل زمونږ د ځوانانو حوصله لوړه ده٬ هغوي امن په ځاے ساتلے شي۔ ده ووئيل زمونږ صبر دې ونه ازمائېلې شي۔ ده ووئيل د هېواد ډي رېل كولو ٬ د ګډوډي رامخې ته كولو ناوړه هڅه به هېڅكله كاميابه نه شي۔ ده ووئيل اوس هم وخت دے د??ئي بايد منع شي او لاړ شي٬ د رياست د صبر امتحان دې وا نغستلې شي۔
رياست د صبر او زغم څرګندونه كوي٬ فساد كوؤنكې او ګډوډې رامخې ته كوؤنكي به خپل مقصد كښې بريالي كيدو ته نه پريږدؤ: د اطلاعات وفاقي وزير عطاﺀ تارړ
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری