اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) ګرد هېواد كښې قام 25م دسمبر د اتوار په ورځ د پاکستان موسئس قائداعظم محمد علي جناح 146مه سالګره ملي جوش او جذبې سره لمانځلې٬ د ورځ پېل د پاکستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره خاص دعاګانو سره وشوه او د ګرد هېواد په صوبائي سرښارونو كښې په اهم سركاري ودانيو قامي بېرغ هسك كړې شوې٬ سركاري او نجي ادارو د تېرې اوونۍ راهسې د بېلا بېلو دستورو، سيمينارز، کانفرنسز، مقابلو او د مباحثو د پروګرامونو سلسله پېل كړې وه چې پكښې د بابائے قام هلو ځلو، فهم و فراصت او قيادت ته پېروزئنې وراندې كرې شوې د كومې د لارې چې د نيمې وچې مسلمانانو لپاره د يو جلا هېواد ترلاسه كولو خوب رښتيا شوې۔ د قائداعظم محمد علي جناح وژن او پيغامونه رامخې ته كولو لپاره دې ته وده وركولو لپاره په خاص توګه د قانون حکمراني، د آئين سرلوړۍ او د جمهوريت د برلاسۍ پحقله د خاص دستورو اهتمام شوې۔ په دې لړ كښئ د پاکستان اکادمي ادبيات لخوا په 22م دسمبر د زيارت په ورځ د قائداعظم محمد علي جناح د 146مې سالګرې په لړ كښې خاص دستوره شوې٬ د بابائے قام قائداعظم محمدعلي جناح 146مه سالګره د دې عزم تجديد سره لمانځلې شوې چې د قائد په لارښونې اصولو “ايمان، اتحاداو نظم” به په هر صورت كښې عمل كولې شي۔ په كراچۍ كښې د قائد په مزار د ګارډز بدلېدو دستوره هم شوې او په دې موقع د پاك فضائيه كېډټس د مزار قائد د ګارډز وظيفه د پاکستان ملټري اکيډمي کيډټس ته وسپارله٬ په دې موقع مېجر جنرال عمر عزيز خاص مېلمه ٶ۔ په دې موقع قائد سره سره د تحريك پاكستان د نورو مشرانو لوړو درجو لپاره هم فاتحه خواني او قران خواني وشوه
ګرد هېواد كښې د قائداعظم 146مه سالګره ملي جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه٬ د بابائے قام ستړو٬ فهم و فراصت او قيادت ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر