اسلام آباد 10 جون (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د كال 2023م پ?? ټول ټاكنو ??ښې د آئي ټي ووټنګ د لارې سمندر پورې پاكستانيان د ووټ وركولو جوګه كولو لپاره زر تر زره د رجسټرېشن پېل كولو ضرورت دے ٬بهر مېشته پاكستانيان د رېكارډ ترسيلات زر د لارې د هېواد په معاشي پرمختګ ??ښې مهم كردار ترسره كوي۔سمندر پورې پاكستانيانو ته د سترې محكمې د احكاماتو له مخې تراوسه د رائے وركولو آسانې نه دې وركړې شوي۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ د آئي ووټنګ د ذيلي كمېټۍ د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔په غونډه ??ښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزير سيد امين الحق٬د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز٬د ??زيراعظم د پارليماني چارو صلاحكار ظهير الدين بابر اعوان٬د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي سېكرټري نديم ارشد كياني٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونيكېشن وفاقي سېكرټري ډاكټر محمد سهيل٬د ??ادرا لنډ مهاله چيئرمېن برېګېډيئر(ر)خالد لطيف٬د ??اكنو كمېشن٬د آئي ټي ډي جي خضر عزيز او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔صدر غونډې ته په خپله وېنا ??ښې ووئيل د عدالت سپكاوي نه بچ كېدو لپاره په ټاكنو ??ښې د آئي ټي ووټنګ د لارې د بهر مېشته پاكستانيانو ګډون باوري كول ضروري دي ځكه چې په تېر وخت ??ښې عدالت په دې لړ ??ښې هدايات جاري كړي۔ده ووئيل اړوندې ادارې دې د ټاكنو كمېشن د منظورۍ نه پس د 90 لكه سمندر پورې پاكستانيانو رجسټرېشن لپاره انتظامات وكړي۔د سائنس او ټېكنالوجۍ وزار?? لخوا غونډې ته وئيل شول پروټو ټائپ اي وي اېم به د جولائي په 14مه نېټه د ټاكنو كمېشن ته وړاندې كړے شي۔د نادرا لنډ مهاله چيئرمېن غونډې ته ووئيل د ده اداره به د ووټ رجسټرېشن په عمل ??ښې د ټاكنو كميسون سره هر ډول ممكنه مرسته كوي
د كال 2023م په ټول ټاكنو كښې د آئي ټي ووټنګ د لارې سمندر پورې پاكستانيان د ووټ جوګه كولو لپاره زر تر زره د رجسټرېشن پېل كولو ضرورت دے ۔د صدر ډاكټر عارف علوي د آئي ووټنګ د ذيلي كمېټۍ غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب