اسلام آباد۔2جنوری (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي مسلمان ځوانان له سختو فشارونو او ننګونو سره مخ دي، پاکستان د بدعنوانۍ په څيز جرمونو سره مخ دې او اسلامي سكالرانو د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ په ضرورت زور راوړلو سره وئيلي دي چې ځوانان دې اخلاقيات خپل كړي ٬ د جدت پسندۍ او آزاد خيالۍ خطره په سر ولاړه ده ٬ مونږ له به خپل تېر وخت محفوظ جوړول وي٬ ځوانان بايد په خپل كلتور ٬ مذهب او تاريخ وياړ ولري ٬ ځوانانو له به د روحاني او اخلاقي تريبې احترام كول وي۔ د اتوار په ورځ وزيراعظم عمران خان د قومي رحمت للعاملين اتھارټي ترسېوري لاندې د ریاست مدینه ، اسلام ، ټولنه او اخلاقي بېدارۍ په سرخط د مكالمې د دوهم سېشن كوربتوب وكړو۔ مكالمې ته د جارج واشنګټن پوهنتون (امريكا) د اسلامك سټډيز پروفېسر ډاګتر سيد حسن نصر ووئيل مونږ د خپلو ځوانانو په اړه فكرمند يؤ كوم چې نن د يو سخت وخت نه تېرېږي۔ نن د لس كالو يو ماشوم ته دا باور نشته چې هغه به تر 16 كلونو ژوندې پاتې شي۔ دې به د ساه اخستو لپاره آكسيجن ولري يا نه۔ دا مهال انساني وجود ډېرو ستونزو سره مخ دې٬ مونږ له به ځوانانو لپاره د لغو او خوفناكې نړۍ مثبته تجزيه كول وي۔ دنيا دھوكه ده او روح حقيقت دې۔ د انسانانو او ژوند روحاني اړخونه رامخې ته كولو له په الله ايمان ضروري دے۔ هغه ووئيل د دنيا په كشش كښې كمې راغلې دې۔ هم دا وجه ده چې نن ځوانانو ته ډېر څه په نظر نه راځي۔ په دې صورتحال كښې دوئي د مذهب پلو ستنېدو نه علاوه بل كوم آپشن نه لري۔ مونږ له به د اسلام رسي داسې وړاندې كول وي چې په طوفان كښې د حفاظت كار وكړي۔ مونږ له به د ځوانانو په دې دور كښې صحيح تريبه كول وي۔ هغه ووئيل مونږ له به د خبرو نه زيات عمل او د خپلې موجودګۍ حقيقت پېژندل وي۔ هغه ووئيل مونږ داسې كسانو ته اړتيا لرؤ كوم چې د نمونې په توګه وړاندې كړې شي۔ د لوبغاړو نه واخله تر دانشورانو ٬ د اديبانو نه واخله تر موجدين په هره يو څانګه كښې داسې كسان پكار دي كوم چې نمونه جوړ شي۔ كوم چې مسلمانان د اسلام او پېغمر لپاره وقف ادارو ته مائل كړي او ورسره ورسره خپلې ټولنې او خپلو ملګرو نارينا او مېرمنو او فطرت سره مينه وكړي او هغوي سره دا هم فكر وي چې د ځوانانو څه تحفظات دي۔ زه ټول عمري فطرت پلو ځم۔ زه هغه اولنې شخص يمه چا چې د 60 په لسيزه كښې د دې بحران په اړه ليكلي وو۔ دا معامله د ځوانانو د ژوند حوالې سره ډېره مهمه ده۔ مونږ سره بايد په الله د توكل كولو تصور وي۔ الله به د خپل مخلوق حفاظت كوي۔ مونږ په ځمكه د هغه خليفه يؤ او الله د خپل مخلوق د تحفظ ذمه واري مونږ ته راكړې ده۔ مونږ بلها وسائل لرؤ ٬ دا كارول د زياتې ذمه وارۍ كار دې۔ هغه وزيراعظم عمران خان مخاطب كولو سره ووئيل ماته علم دې چې په پاكستان كښې تاسو د دې مسئلې په اړه زيات فكرمند يۍ۔ هغه ووئيل د پاكستان په ډول هېواد كښې كه مونږ دا مسئلې حل نه كړې نو راتلونكې نسلونو له به دلته پاتې كېدل ګران شي۔ زمونږ هېواد ايران هم دې مسئلې سره مخ دې۔ هغه ووئيل مونږ د هغه تهذيب وارثانو يؤ د كوم بنياد چې الله او دنيا سره په همغږۍ دې٬ آسمانونو او ځمكو سره په همغږۍ دې۔ هغه ووئيل د 60 كلنې تدريسي تجرې نه ماته دا معلومه شوې ده چې كله په داسې ډول په هغه مسائلو خبره وكړې شي كوم چې روان دور سره تعلق لري نو خلق به هغې ته غوږ ونيسي۔ هغه وزير اعظم مخاطب كولو سره ووئيل زه نه غواړم چې تاسو يوازې د پاكستان خبره وكړۍ تاسو پاكستان داسې مركز جوړ كړۍ چرته چې داسې مكالمې باقاعدګۍ سره كېږي٬ چرته چې ځوانان خبرو كولو له راوبللې شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان په شمول زياتره ټولنې د دوه قسمه جرمونو سره مخ دي په كومو كښې چې بدعنواني او جنسي جرائم شامل دي ٬ مونږ وينو چې زمونږ په ټولنه كښې جسني جرمونه تندۍ سره سوا كېږي۔ وزيراعظم ووئيل هم دا معامله د بدعنوانۍ ده ٬ يوازې پاكستان نه بلكې زياتره اسلامي هېوادونه او پرمختګ كړې هېوادونه هم دې مسئلې سره مخ دي۔ د زېتونا کالج امریکا صدر ډاکټر حمزہ یوسف ووئيل زما په خيال د كرپشن او جنسي جرمونو مسئلې سنګينې دي۔ هغه ووئيل د امريكا په شمول يو شمېر ټولنې دې مسئلې سره مخ دي۔ هغه ووئيل د كرپشن مثال د يو خراب سېب دې د كوم چې خرابه برخه كټ كولې شي او پاتې سم وي ولې كله چې ټول سېب خراب وي هغه تاسو غورځوۍ۔ هغه ووئيل ماته معلومه ده چې تاسو د كرپشن په ضد فعاله هڅې كوۍ خو په يوه خبره به خلكو له ځان پوهه كول وي چې د يو تن خود غرضي په آخر كښې هم هغه ته زيان رسوي۔ هغه د قرآن حواله وركړه چې الله تعالی فرمائي چې ستاسو كرپشن ستاسو په ضد دې او دا به تاسو ته زيان رسوي۔ هغه ووئيل تر كومې چې د جنسي جرمونو تعلق دې ددې وجه د شعور ،فتاوی او د دې د خصوصياتو نه لرې والې دې كوم چې باوقار شخصيات لري۔ هغه ووئيل په دې خبره پوهېدل ضروري دي چې پاك پروردګار مونږ ته د مېرمنو او د كوچنيانو ذمه واري سپارلې ده۔ كه تاسو خپل خواوشا وګورۍ نو د يو څو څيزونه نه علاوه هر يو څيز د سړو د لاس جوړ كړې په نظر راځي۔ سړكونه ٬ كورونه او داسې نور څيزونه او دا ټوله د مېرمنو او كوچنيانو لپاره جوړولې شي۔ هغه ووئيل مونږ له به په خپلو ځوانانو كښې په خاص توګه د مېرمنو د احترام سوچ پېدا كول وي۔ رسول ﷺ ارشاد فرمائيلې چې يوازې نېكان د مېرمنو عزت كوي او بد خلك مېرمنې ذليله كوي۔ هغه وئيل دا خبره ډېره مهمه ده چې مېندې دې د خپلو ځامنو د تربيې په مهال په دوئي كښی د دې صفت د نزاكت احساس پېدا كړي ولې په دې لړ كښی به پلار له هم نمونه جوړېدل وي۔ دا ډېره مهمه مسئله ده ولې چې زمونږ په ټولنو كښې په شرم او حيا خبره نه كېږي۔ هغه ووئيل نن يو شمېر مېرمنې دا محسوسوي چې مونږ د محرم يا ولي ضرورت نه لرؤ۔ هغوي د مېرمنو د تحفظ خيال سره اتفاق نه كوي۔ مېرمنو له به په دې ځان پوهه كول وي چې رسول الله (ص) په دې زور ولې راوړې دې۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د موبائل فون د لاسه مونږ ډېرو مسئلو سره مخ يؤ۔ ځوانانو او كوچنيانو لپاره چې كوم ډول معلومات موجود دي د دې په تاريخ كښې مثال نشته ٬ معلوماتي موادو سره فحش مواد هم موجود دې ٬ په دې د کېمبرج مسلم کالج برطانیې ډين ډاكټر عبد الحكيم مراد ووئيل 40 كاله وړاندې د انګرېز په ټولنه كښې د مېرمنو احترام وو اوس دغلته شرمونكې قصې رامخې ته كېږي۔ زمونږ په دور كښې په تعليمي ادارو كښې د انجونو د جنسي زورنې كومه پېښه نه رامخې ته كېده ولې نن د زرګونو په شمېر دا ډول پېښې رامخې ته كېږي۔ هغه ووئيل نن كوچنيان هم داسې مواد لري كوم چې بايد محدود وي۔ په خاص توګه ناپخته ذهن چې كله وده كوي نو په هغې دا ډول عكسونه نقش كېږي۔ د نفسياتي پوهانو له مخې دا زيات زيان رسوي۔ هغه ووئيل د ننۍ ورځې لويې لويې مسئلې لكه انټرنېټ ٬ موسمياتي بدلون وغېره به په انفرادي توګه نه په نړيواله كچه حل كول وي۔ هغه ووئيل په برطانيه كښې چې كوم كسان اسلام قبلوي په هغوي كښې زياته شمېره د مېرمنو ده۔ په دوئي كښې زياتره حجاب يوه آزادي ګڼي۔ هغوي د ځنګل په قانون او داسې دنيا كښې ژوند كول نه غواړي چرته چې د ظلم او زياتۍ او جنسي جرمونو امكان وي۔ هغوي د غوره صورتحال په لټون كښې دي۔ هغه ووئيل په امريكا كښې د چلېدونكي مي ټو تحريك په نړيواله كچه لويې اثرات دي دې نه يوازې اسلامي نړۍ بلكې ګرده نړۍ متاثره كړې ده۔ اسلام د جنسي او صنفي مساواتو حوالې سره ٬ د باقاعده اړيكو ٬ حجاب حوالې سره د متوازن خيالاتو مذهب تصور كولې شي كوم چې په حقيقت كښې يو په زړه پورې حل وړاندې كوي۔ هم دا سبب دې چې ډېر ځوانان اسلام پلو مائله كېږي۔ دوئي د خپلو مسئلو حل موندلې دې۔ د ابن خلدون پوهنتون (تركيه) رېكټر ډاكټر رجب شنتك ووئيل په دې دور كښې زما مشوره ځوانانو ته دا ده چې هغوي د اخلاقياتو په فتاوي عمل وكړي كوم چې د نبي علېه السلام د سنت نه اخذ كړې شوي دي٬ كوم چې ځوانانو لپاره د كتابچو په شكل كښې مرتب كړې شوي دي۔ هغه ووئيل مونږ ماضي په بشپړه توګه لاګو كولې نه شؤ ولې مونږ له به خپله ماضي محفوظ جوړول وي او ددې د بحالۍ تګلاره به خپلول وي۔ هغه ووئيل مونږ له به خپل ځوانان د تعليم د لارې د كلتور او عالمګيريت اثراتو څخه د شعوري آزادۍ ترلاسه كولو پلو مائل كول وي دغسې چې هغوي د حضرت محمد (ص) په سنت عمل كولو سره د خپل ځان فكر وكړي او دې سره سره به زمونږ ځوانانو ته د دې سوال ځواب لټول وي چې زه نړۍ لپاره څه كولې شم۔ د ملائيشيا د ځوانانو حوالې سره د وزيراعظم د پوښتنې په ځواب كښې ملائيشيا سره تعلق لرونكي مفكر ډاګتر چندرا مظفر ووئيل چې په راروان وخت كښې دې په دې مكالمه كښې د مشرانو سره سره ځوانان هم شامل كړې شي۔ هغه ووئيل كه چرې مونږ د ثقافت او فاصلو نه لرې ځوانان يو ځائې ته راوستلو كښې كامياب شؤ نو دا به يوه ښه خبره وي او مونږ به د ګډې تګلاره وضعه كړو۔ د ملائيشيا يونېورسټي آف ملايا پروفېسر ډاكټر عثمان باقر ووئيل ځوانانو له به د روحاني رواياتو نه ځان خبرول وي۔ دا هغه څانګه ده كومې سره چې زه د اوږدې مودې نه نزدې پاتې شوې يم۔ په ملائیشیا كښې 40 فيصده نه زياته آبادي غېر مسلمه ده۔ زه به د ډائيلاګ لپاره ددوئي ډاډګيرنه كوم۔ هغه ووئيل دا مهال اصل مقابله د روايتي او جديد لوستې حلقو ترمينځه ده۔ د متحده عرب امارات فتوا كونسل چيئرمېن عبد الله بايا ووئيل د عالمګيريت په دور كښې د ځوانانو مسئلو حوالې سره د يو هېواد د ځوانانو خبره كول به غلط وي۔ انټرنېټ ، سوشل میډیا او نورو په ځوانانو بلها اثرات مرتب كړې دي۔ پروردګار مونږ ته د امن او سكون نعمت راكړې دې ، دا د روح هغه حالت دې كوم چې انسان متاثر كوي او احتجاجی کیفیت ختموي۔ هغه ووئيل يوه بله مهمه خبره دا ده چې زمونږ په اسلامي نړۍ كښې بايد يو داسې پوهنتون وي چرته چې د اخلاقياتو او اقدارو ترويج وي۔ د مثال په توګه زمونږ پوهنتون كښې د انجينئرنګ څانګې شته دې سره سره د روحاني انجينئرنګ څانګې هم بايد وي دغسې چې مونږ د روح او اخلاقيات د تربيت اهتمام وكړې شؤ۔ د دې مطلب دا دې چې مونږ له به د فلسفې او تصوف پلو راتلل وي۔ هغه ووئيل په پاكستان كښې دې خلكو ته د علامه اقبال په ډول د شخصياتو په اړه زيات معلومات وي چې د هغوي څه كردار وو۔ هغه ووئيل مونږ له به دا منل وي چې عالمګيريت يو نوې مظهر دې ولې دا ضروري ده چې مونږ له به دې سره مخ كېدل او د دې مخنيوې كول وي او مونږ د رسول پاك سنت او د قرآن پاك سره د تړون لرونكې پشپړې فلسفې او تصوف سره ددې مقابله كولې شؤ۔ په پايه كښی وزيراعظم عمران خان د نړۍ د قدر وړ سكالرانو مننه كولو سره وئيل ستاسو د ځلېدونكو خيالانو نه لارښودنه ترلاسه كېږي۔ مياشت دوه مياشتې پس به تاسو سره داسې مكالمه بيا كولې شي دغسې چې ستاسو د خيالاتو نه استفاده وكړې شي۔ وزیراعظم ووئيل د رحمت للعالمین اتھارټی جوړولو په شا دا تصور وو چې د حضرت محمد ۖ د سيرت د لارې مونږ مسلمانان يو موټې كړؤ او بل دا چې مونږ د خپلې ټولنې د اخلاقياتو او اقدارو معيار دنګ كړو لكه څنګه چې په مدينه منوره كښې زمونږ پېغمبر (ص) 15 سوه كاله وړاندې كړې وو۔