لاهور 22 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د قومي اسمبلۍ سپيکر په تجويز د حکومتي اتحاد په غړو مشتمل مذاکراتي کمېټي جوړه كړې ده۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې کمېټۍ كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار، رانا ثنا الله خان،سينټر عرفان صديقي شامل دي۔په کمېټۍ كښې به راجه پرويز ا??رف، نويد ق??ر، ډاکټر خالد مقبول صديقي، عليم خان او چوهدري سالك حسېن هم شامل وي۔تيره شپه د تحريك انصاف چيئرمېن بيرسټر ګوهر د قومي اسمبلۍ سپيكر سره مذاکراتو لپاره د خپل كردار ترسره كولو استدعا کړې وه،بيرسټر ګوهر د تحريك انصاف سره د مذاکراتو په وړانديز زور راوړې ؤ۔وزيراعظم شهباز شريف د قومي اسمبلۍ سپيکر تجويز منلو سره د حکومتي اتحاد مذاکراتي کمېټي جوړه كړې ده۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې د هېواد سلامتيا او قومي ګټي به مقدم ساتلے شي،كه پاکس??ان وي نو مونږ به يو، د قومي اسمبلۍ سپيكر هڅي ستائيو۔
وزيراعظم محمد شهباز شريف د قومي اسمبلۍ سپيکر په تجويز د حکومتي اتحاد په غړو مشتمل مذاکراتي کمېټي جوړه كړه
European Blackjack Entertainment Platform Official WebsiteEuropean Blackjack Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ