اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير اعظم نذير تارړ وئيلي دي قانون سازي كول د پارلمان استحقاق دے، د عدالتي پرېكړې په اړه رائے وركړې كېدې شي، د خاص چوكو پحقله قانون واضحه دے چې آزاد كانديدانو لپاره په درېو ورځو كښې په يو ګژند كښې شاملېدل وي، د سپريم كورټ تفصيلي پرېكړې د نظر ثانۍ درخواستونو وركولو ته لا وده وركړې٬ په عدالتي پرېكړه كښې يوې داسې ګوند ته ريليف ورك??ے شو چې كومه فريق نه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د خاص چوكو په اړه د تفصيلي عدالتي پرېكړې پحقله پرېس كنفرنس ته وكړه۔ اعظم نذير تارړ ووئيل حكومت د پارلمان نه دے ??و پارلمان چې كوم قوانين جوړ كړي ظاهره خبره ده حكومت له ھغې ته هم كتنه كول دي ، عدليه د آئين تشريح كوي٬ چې مونږ راغلو نو لنډ مهاله حكومت ختم شو٬ په اتمه فرورۍ انتخابات شوي او ټولو ته واضحه ده چې څنګه دا انتخابات باوري كړې شوي ٬ د دې كرېډټ چ??ف جسټس پاكستان قاضي فائز عيسيٰ لري ٬ ھغه اقدام پورته كړو او د سپريم كورټ بېنچ آرډر وكړو چې الېكشن به په هر صورت د فرورۍ په اتمه نيټه كېږي۔ اعظم نذير تارړ ووئيل د خاص چوكو پحقله قانون واضحه دے چې آزاد كانديدانو لپاره په درېو ورځو كښې په يو ګوند كښې شاملېدل وي او دا عمل ستنېدونكے نه دے٬ د آرټيكل 51 له مخ?? د چوكو تقسيم به د قانون له مخ?? كېږي۔ ده ووئيل آزاد كانديدان په سني اتحاد كونسل كښې شامل شوي او د دې نه وروستو دا معامله ختمه شوې ، آزاد كانديدانو دا نه دي وئيلي چې زمونږ تعلق د تحريك انصاف سره دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل په ماضي كښې هم ډېر دلېرانه اختلافي نوټ ليكلي شوي٬ اختلاف د مباحثې او منطق ښكلا ده۔ ده ووئيل د هېواد چارې به د قانون له مخ?? چلېږي٬ اليكشن كمېشن يوه آئيني اداره ده
قانون سازي كول د پارلمان استحقاق دے، تفصيلي عدالتي پرېكړې د نظر ثانۍ درخواستونو وركولو ته لا وده وركړې۔ وفاقي وزير اعظم نذير تارړ
Happy Dinner Online Entertainment WebsiteHappy Dinner Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج