اسلام آباد۔14ستمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې په بريښنا چليدونكو ګاډو سره به د پيټرول او ډيزل په درآمد كښې د ق??متي زر مبادلې بچت وشي٬ دا ګاډي به ماحوله دوسته هم وي٬ په هېواد كښې په بر??ښن?? چلېدونكو ګاډي زياتولو له حكومت ترجيحي ګامونه پورته كوي٬ وزيراعظم د الېکټرک وه??کلز حوالې سره د يو بشپړ فنانشل ماډل وړاندې كولو هدايت هم كړے دے۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د الېکټرک وه??کلز كارولو په اړه غونډه په وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔ په دې موقعه غونډې ته په خپلو خبرو كښې وزیراعظم ووئيل په هېواد كښې په بر??ښن?? چلېدونكو ګاډي زياتولو له حكومت ترجيحي ګامونه پورته كوي۔ وزيراعظم ووئيل په بريښنا چليدونكو ګاډو سره به د پيټرول او ډيزل په درآمد كښې د ق??متي زر مبادلې بچت وشي٬ دا ګاډي به ماحوله دوسته هم وي۔ وزيراعظم د الېکټرک وه??کلز حوالې سره د يو بشپړ فنانشل ماډل وړاندې كولو هدايت هم وكړو۔ ده په دې اړه د خزانې وفاقي وزير او سټېټ بېنك آف پاكستان د مشاورت هدايت كولو سره ووئيل ای -وهیکلز پ??لیسی به د روان كال تر نومبر بشپړ شي۔ وزیراعظم ووئيل د لېپ ټاپ سكيم په څير به په سركاري سكولونو كښې ښه كاركردګي ښودونكو طالبعلمانو ته اي – موټر بائيكس وركولې شي۔ ده ووئيل ټولو وفاقي سركاري ادارو لپاره يوازې الېكټرك بائيكس اخستلې شي دغسې چې ورسره د قامي خزانې بچت وشي۔ وزیراعظم په دې اړه ټولو وفاقي وزارتونو ته د هدايت جاري كولو امر وكړو۔ وزیراعظم کېپیټل ډوېلپمنټ اتھارټی ته په اسلام آباد كښې په بر??ښن?? د چلېدونكي پبلك ټرانسپورټ په اړه د بشپړه پلان مرتب كولو هدايت هم وكړو۔ په غونډه كښې په هېواد كښې ای-وهیکلز كارولو ته د ودې وركولو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې په ځايې كچه تيار كړے شوے اولنے الېكټرك كار به تر دسمبر ماركيټ ته راشي۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې دا مهال په هېواد كښې په 2 او 3 پايو د چلېدونكو الېكټرك وهيكلز شمېره 45 زره او په 4 پايو د چلېدونكو الېكټرك وهيكلز شمېره 2600 ده۔ په غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خا?? چیمه ، د صنعت او پېداوار وفاقي وزير رانا تنویر حسین ، د پاور وفاقی وزیر اویس احمد خا?? لغاری ، د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير ډاكټر خا??د مقبول صديقي د خزانې وزير مملكت علی پروېز ملک ، د وزیراعظم د موسمياتي بدلون کوآرډینېټر رومینه خورشید عالم ، د وزیراعظم کوآرډینېټر رانا احسان افضل او اړوندو اعلی سركاري چارواكو ګډون وكړو۔
په بريښنا چليدونكو ګاډو سره به د پيټرول او ډيزل په درآمد كښې قيمتي زر مبادله بچ شي٬ دا ګاډي به ماحوله دوسته هم وي: د وزيراعظم شهباز شريف اليكټرك وهيكلز سره اړونده غونډه كښې خبرې
HB electronic online entertainment websiteHB electronic online entertainment website
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج