اسلام آباد۔12ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې موسمیاتی بدلون نړيواله مسئله ده ٬ د پرمختګ كړې هيوادونو په مرسته به دا مسئله حل كول وي ٬ پاكس??ان په دې معامله كښې زيات جدي پاتے ??وے دے٬ د زهرجنو ګازونو په اخراج كښې د پاكس??ان برخه ډېره كمه ده خو د دې د لاسه تر ټولو زيات زيان پاكس??ان ته رسېدلے دے٬ حكومت د اونو كرلو ٬ كلين ګرين انرجي او موسمياتي بدلون سره اړوند اولسي شعور بېدارولو له بېل ګامونه پورته كړي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ورلډ وائلډ لائف فنډ استازو او د وزيراعظ?? د ??وسمياتي بدلون كوآرډينېټر رومينه خورشيد عالم سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل پاکس??ان د زهرجنو ګازونو د اخراج ذمه وار نه دے او د دې په اخراج كښې په نړيواله كچه د پاكس??ان برخه دوه فيصده څخه هم ډېره كمه ده او ددې باوجود د پاكس??ان شمېره موسمياتي بدلون څخه په زيات ځپلې كېدونكو هېوادونو كښې كيږي۔ ده ووئيل د يو ذمه وار هېواد په حېث پاكس??ان د موسمياتي بدلونونو زيان كمولو له يو شمېر ګامونه پورته كړي دي۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم شهباز شريف تل د موسمياتي بدلون مسئلې مخيوي له اقداماتو ته خصوصي پاملرنه كړې ده۔ د دې هڅو په نتيجه كښې د تېر سېلاب په م??ال د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر د پاكس??ان د سېلاب ځپليو سيمو دوره وكړه۔ د دې مقصد په پاكس??ان كښې د موسمياتي بدلون څخه نړۍ خبرول وو۔ عطا تارړ ووئيل مونږ د ورلډ وائلډ لائف فنډ په شمول په موسمياتي بدلون كار كوؤنكو بهرنيو تنظيمونو سره په ګډه كار كوؤ۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون مسئلې حل كولو له به هر وګړي له خپله ذمه واري ترسره كول وي۔ ده ووئيل د موسمياتي بدلون حوالې سره د هېواد مح??وظ جوړولو هڅې به روانې ساتؤ۔ ده ووئيل د وزیراعظم د کوآرډینېټر په حېث رومينه خورشيد عالم ښه كوآرډينېشن كړے دے او ددې په نتيجه كښې نړۍ خبر كړې شوې ده چې د موسمياتي بدلون زيان دلاسه ګرده نړۍ ځپلې كيږي او د پرمختګ كړې هېوادونو ٬ د بهرنيو اېن جي اوز او د نړيوال ادارو په مرسته به په دې مسئله قابو موندل وي دغسې چې د موسمياتي بدلون زيان تر ټيټې كچې راوستلے شي
موسمیاتی بدلون نړيواله مسئله ٬ د پرمختګ كړې هيوادونو په مرسته به دا مسئله حل كول وي ٬ پاكستان په دې معامله كښې زيات جدي پاتے شوے دے: د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ
Bonus Queen Online Entertainment WebsiteBonus Queen Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں