ملتان 09 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د فوډ سېكورټي اينډ ريسرچ خاص مرستيال جمشيد اقبال چيمه وئېلي دي چې حكومت په ترجيحي بنيادونو د كركيلې څانګې ته د محكمې په توګه پام كوي٬مونږ د كركيلې پېداوار مستحكم ساتل غواړو٬ د نړۍ په پرمختلليو هېوادونو كښې مستحكم پېداوار ته پام كولې شي٬پاكستان څو لسيزو لپاره مستحكم زرعي پېداوار ته ضرورت لري او دا د اوبو د ذخيرو نه بغېر نشي كېدې۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ په ايوان صنعت او تجارت كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل چې مستحكم پېدااوار لپاره د اوږدې مودې پلان جوړولې شي٬مونږ كركيله د تجارت په پلو بوځو۔ده ووئيل چې په هېواد كښې د پومبې٬غنمو او د چينې زياته خبره كېږي٬حقيقت دا دے چې د كركيلې په جي ډي پي كښې د پومبې٬غنمو او د چينۍ برخه يوازې 5 فيصده ده۔ده ووئيل چې فوډ سېكورټي زمونږ مقصد دے٬آلودګي اوبه او د خوراك كمې د اوسني دور چېلنجونه دي٬د پي ټي آئي حكومت ماحولياتو ته ترجيح وركړې۔ده ووئيل چې مونږ لس اربه اونې نال كوو۔په پاكستان كښې د څو لسيزو څخه بندونه نه دي جوړ شوې۔د پي ټي آئي حكومت د خوږو اوبو په مسله هم بشپړه كار كړې۔ده ووئيل چې مونږ به د ټرانسفارمېشن پلان د لارې په ټوله زمكه بوټي او ځنګل لګوو۔ده ووئيل چې په بلوچستان٬خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان كښې د زيتون غوره فصل كېدې شي۔د زيتون د تېلو د لارې به مونږ د خوراكي تېلو كمې پوره كړو او درآمدي بل كم شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د ټېكسټائل صنعت ته حكومت چې كوم پیكج وركړې دې سره دا صنعت په پښو ودرېدلې۔حكومت 70 فيصده خوراك پېدا كولو او د پومبې پیداوار زياتولو لپاره اقدامات كوي
مونږ كركيله د تجارت په پلو بوځو٬په پېداوار كښې استحكام د وخت ضرورت دے۔ جمشيد اقبال چيمه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد