اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير او د اېن سي او سي مشر اسد عمر وئيلي دي چې ګرد هېواد كښې د كورونا وېكسينېشن كمپائن په تندۍ سره روان دے٬ د روان كال تر پائي به د 7 كروړه كسانو د وېكسينېشن هدف ترسره كړو۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل د وېكسينېشن كمپائن د ابتداء څه د روان كال تر پائې د 7 كروړه كسانو د وېكسينېشن يو ګران هدف ټاكلے شوې دے۔ ده ووئيل زه ډېر خوشحاله يم چې پنځه كروړه وګړو د كورونا وړومبے ډوز لګولے دے او د 2 كروړه نه زياتو كسانو وېكسينېشن بشپړ كړې دي٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي مونږ به خپل هدف ترسره كړؤ۔ وفاقي وزير يو ځل بيا اولس ته اپيل كړې چې د كرونا په اېس او پيز عمل وكړي او واكسين ولګوي او نورو ته هم ترغيب وركړۍ
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار