اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د قانون سازي كار په موثره ډول ترسره كولو لپاره د پارلمان د ډيجيټائزېشن عمل په ګړندي كولو زره راړولو سره وئيلي دي د پارلمان آټومېشن سره به د دواړو ايوانونو كاركردګي زياته شي، په سمدستي توګه پرېكړې كولو له به مرسته ترلاسه شي،حکومت بېل وزارتونه او ډويژنونه په ډيجيټل توګه اختيار منده كولو لپاره اقدامات كوي چې مقصد ئې احتساب او سپېځلتياﺀ زياتولو سره سره د خدمات وركړه ښه كول دي۔ صدر مملکت دا خبرې د شورو په ورځ پارلمان كښې د سائبر اېفيشينټ لپاره د صدر د اقدام پحقله د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ، د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ٬ د قامي اسمبلۍ غړي شېر علي ارباب او نور لوړ پورو هم په غونډه كښې ګډون كولو۔ دغسې غونډې د پارلمان ډيجيټلائزېشن د پېشرفت څخه خبر كړې شوه۔ په دې موقع ووئيل شول د منصوبې پي سي ون د منصوبه بندۍ وزارت ته وړاندې كړے شوے ۔ غونډې په دې منصوبه كښې د شاملو تکنيکي چارو نګرانۍ او د پارلمان په ډيجيټلائزېشن كښې سهولت وركولو لپاره يوه سټېئرنګ كمېټي هم جوره كړې۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې صدر مملکت په دې خبره زور رواړو چې هېواد د پارلمان په اټومېشن كښې د تاخير متحمل كېدے نشي ۔ ده ټولو شراكتدارو ته ووئيل دا منصوبه د ټاكلي وخت نه وړاندې بشپړه كړئ۔ ده ووئيل د معلوماتو او مواصلاتو جديد طريقې خپلول لازمي دي دغسې چې د څلورم صنعتي انقلاب د چېلنجونو مقابله وكړې شي
د پارلمان آټومېشن سره به د دواړو ايوانونو كاركردګي زياته شي، په سمدستي توګه پرېكړې كولو له به مرسته ترلاسه شي۔ د صدر ډاکټر عارف علوي غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ