تهران۔26اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د خپل پلاوي د نهې په ورځ په دوه ورځنۍ دوره تهران ته ورسېد۔ په امام خمېني نړيوال هوائي مېدان پاكستان كښې د ايران سفير محمد علي حسېني ٬ په ايران كښې د پاكستان سفير رحيم حيات قرېشي او د خارجه وزارت سينئر عهدېدارانو خارجه وزير ته هركلې ووې۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي به د خپلې دورې په مهال د خپل ايراني همڅنګ ډاکټر حسین امیر عبداللهیان په شمول ايراني مشرتابه سره ملاقاتونه كوي۔ په دې ملاقاتونو كښې به د دوه اړخیزو اړيكو او د سیمه ايزې وضعې پشمول د دوه اړخیزو ګټو په چارو خبرې كولې شي۔ خارجه وزير به د اكتوبر په 27 مه نېټه تهران كښې د افغانستان ګاونډي هېوادونو دوهمې وزارتي غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كولو سره د سيمه ايزې وضعې په اړه د پاكستان دريځ ښكاره كوي۔ دغسې خارجه وزير به د ايران دورې په مهال ميډيا نمائندګانو سره هم خبرې كوي په كومو به چې هغه د سيمه ايزو او نړيوالو چارو په اړه خپل نقطه نظر وړاندې كوي۔
خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي په دوه ورځنۍ دوره تهران ته ورسېد
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا