پېنډۍ 20 اګست (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې پاك آرمي په سخت او د ازمېښت په وخت كښې سېلاب ځپلې آبادۍ سره ولاړه ده او د مرستې هلې ځلې به د قامي ذمه وارۍ په توګه ترسره كوي، په دې لړ كښې د ټېلي فون د لارې سرلښكر د بلوچستان کور کمانډر ته د سېلاب په مهال رېسكيو او ريليف عملياتو كښې د صوبائي حكومت د مرستې امر كړے دے۔ د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر د بلوچستان کور کمانډر ته د سېلاب صورتحال نه د خبر ساتلو او سول انتطاميې سره په هنګامي بنيادونو د رېسكيو٬ ريليف او بحالۍ هلو ځلو كښې د صوبائي انتظاميې مرستې لپاره د ټولو اقداماتو كولو امر وكړو، بلوچستان كښې غېر معمولي بارانونو تباه خپره كړې ده۔ ده ووئيل انساني ژوند او مواصلاتي بنيادي ډهانچے ته په خاص توګه زيان رسېدلے دے۔ ده امرو كړٶ چې د ځپلې آبادۍ مرستې لپاره دې د پوځ وسائل وكارولې شي او اهم مواصلاتي ډهانچه دې بحال كړې شي ځكه چې پاك آرمي د ازمېښت په دې سخت وخت كښې سېلاب ځپلې آبادۍ سره ولاړ دے او مرستې كارونه به د قامي ذمه وارۍ په توګه ترسره كوي
د پوځ سرلښكر بلوچستان کور ته د سېلاب په مهال رېسكيو او ريليف عملياتو كښې د صوبائي حكومت د مرستې امر وكړو۔ آئي اېس پي آر
مضمون کا ماخذ : como jogar na loteria