اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور مقبوضه کشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د ظلم او بربريت غندنه كولو سره وئيلي دي هندي قابض پوځ په مقبوضه كشمير كښې د ظلم او بربريت انتها كړې او د كشميريان ځوانان كور په كور د لټون عملياتو په په بهانه شهيدان كوي۔ د غندنې خپل بيان كښې ده ووئيل مقبوضه کشمير كښې ماورائے عدالت د قتل پېښې تر خطرناكه حده زياتې شوې بايد نړيواله ورورولي ئې نوټس واخلي۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميري اولس اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2