اسلام آباد۔19اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ او نورو چينائي منصوبو په اړه د جائزې غونډه وشوه۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم د دفتر د ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ته د انفراسټركچر پروژو په خاص توګه ML-1، كراچۍ سركلر رېلوې، قراقرم هائي وے او نورو پروژو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه کې د لس زره میګاواټه لمریزې برېښنا او د اوبو د برېښنا پر پروژو هم خبرې وشوې۔ په غونډه كښې د سي پېك په پروژو د كار د رفتار زياتولو او د تېرو څلورو كلونو راهسې په ټپه ولاړو پروژو د كار په سرعت هم خبرې وشوې٬ په غونډه كښې پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬ وفاقي وزيرانو احسن اقبال٬ خواجه سعد رفیق سالک حسین، سید نوید قمر، مریم اورنګزیب، سید مرتضیٰ محمود، طارق بشیر چیمه، د وزیراعظم صلاح کار احد چیمه، د پټرولیم وفاقي وزیر ډاکټر مصدق ملک، خاص مرستيالو طارق فاطمي، ظفرالدین محمود، جهانزیب خان، د وزيراعظم كوارډينېټرز رانا احسن افضل، بدر شهباز او نور اړوندو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔
وزيراعظم شهباز شريف ته په اېم اېل ون ٬ كراچي سركلر رېلوے٬ قراقرم هائي وے او نورو منصوبو بريفنګ وركړے شو
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج