اسلام آباد۔11فروری (اے ??ی پی) پاکستان علماء کونسل په ننكانه تھنه واربرټن كښې د غېر قانوني وژنې پېښې سخته غندنه كولو س??ه وئيلي دي چې چا جرم كړے دے نو ??غه له به عدات سزا وركوي كوم جماعت يا فرد ته دا حق ترلاسه نه دې چې هغه خپله عدالت جوړ شي او پخپله پرېكړې جاري كړي۔ دا خبره د پاکستان علماﺀ کونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي، علا??ه عبدالحق مجاهد، مولانا نعمان حشر، مولانا محمد شفيع قاسمي، مولانا اسد زکريا قاسمي، مولانا اسدالله فاروق، مولانا محمد اشفاق پتافي، مولانا طاهر عقيل اعوان او مولانا محمد اسلم په خپل شريك بيان كښې وكړه۔ مشرانو ??ويل کله چې ملزم ونيول شو او دپوليسو مرکز ته لاړو نو ذمه واري يې د پوليسو په غاړه وه او هغه پوليسو ترسره كړه۔ دې څخه وروستو په تھاڼه بريد كول او د?? بهر راويستلو س??ه وژل دا د پاكستان د قانون او اسلامي شريعت په ضد كار دے۔ پاكستان علماﺀ كونسل ددې سخته غندنه كوي او چا چې دا كار كړے دے د پنجاب حكومت ذمه واري ده چې هغه ونيسي او د هغوي په ضد د ترهګرۍ په عدالت كښې مقدمې وچلوي۔ پاكستان علماﺀ كونسل هيله ولرله چې پنجاب حكومت به دې پلو پام وګرځوي او كوم كوم?? به نه كوي۔
په ننكانه كښې د غېر قانوني وژنې پېښی سخته غندنه كوؤ٬ دا عمل د اسلامي شريعت ٬ قرآن او سنت او د پاكستان د قانون په ضد دے٬ پاكستان علماﺀ كونسل
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش