اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د تحريك انصاف د حكومت په دور كښې د سركاري قرضونو حجم د 24953 اربه روپو نه زياتېدو سره 42745 اربه روپو ته رسېدلې، د مجموعي غېر ملكي قرضو حجم د 75.4 اربه ډالرو نه زياتېدو سرهپ 102.3 اربه ډالرو ته رسېدلے، تجارتي خساره د 43 اربه ډالرو په كچه ده، د بې روزګاره كسانو شمېره د 35 لكو نه زياتېدو سره 95 لكو ته رسېدلې.دا خبرې د شورو په ورځ د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وفاقي كابينې ته د مفصل بريفنګ په مهال كړې دي. ده ووئيل چې د مالي كال 2017-18 په مهال د مجموعي قومي پېداوار ﴿جي ډي پي﴾ شرح نمو 6.1 فيصد وه كومه چې په كال 22-2021م كښې 4 فيصد ده. ده ووئيل چې صارفينو لپاره د بېعو حساس اشاريه په مالي كال 18-2017 كښې 0.9 فيصده وه كومه چې اوس زياتېدو سره 17.3 فيصد ته رسېدلې. وفاقي كابينې ته ووئيل شول چې د خوراكي څيزونو افراط زر په كال 2018م كښې 2.3 فيصد و كوم چې په مالي كال 2022م كښې 10.2 فيصد شوے. وفاقي وزيړ ووئيل چې په مالي كال 20185م كښې د مالياتي خسارې حجم 2260 اربه روپې و كوم چې په مالي كال 2022م كښې زياتېدو سره 5600 اربه ته رسېدلې. كابينې ته ووئيل شول چې په مالي كال 2018م كښې د جي ډي پي په تناسب د ټېكسونو شرح 11.1 فيصده وه كومه چې په مالي كال 2022م كښې كمېدو سره 9.1 فيصد پاتې شوې. ده ووئيل چې په مالي كال 2018م كښې په سركاري قرضونو كښې د اوسط كلنې اضافې حجم 2132 اربه روپې و كوم چې په كال 2022م كښې زياتېدو سره 5083 اربه روپو ته رسېدلې. په كال 2018م كښې د مجموعي قرضونو او واجباتو حجم 29878 اربه روپې و كوم چې په كال 2022م كښې زياتېدو سره 51724 اربه روپو ته رسېدلې. وفاقي كابينې ته ووئيل شول چې په كال 18-2017م كښې د غېر ملكي قرضونو حجم 75.4 اربه ډالرو و كوم چې په مالي كال 2022م كښې زياتېدو سره 102.3 اربه ډالرو ته رسېدلې. په كال 2018م كښې د غربت د ليكې د لاندې ژوند كوونكو خلقو شمېره 55 مليونه وه كومه چې په كال 2022م كښې زياتېدو سره 75 مليونو ته رسېدلې. كابينې ته ووئيل شول چې په مالي كال 18-2017م كښې د حسابات جاريه د كهاتو خساره 19.2 اربه ډالر وه كومه چې په مالي كال 2022م كښې زياتېدو سره 20 اربه ډالرو ته رسېدلې. ده ووئيل چې په مالي كال 2018م كښې د پاكستان تجارتي خساره 30.9 اربه ډالر وه كوم چې په مالي كال 2022م كښې زياتېدو سره 43 اربه ډالرو ته رسېدلې. ده ووئيل چې په كال 2018م كښې سټېټ بانك سره د زرمبادله د پانګو حجم 10 اربه ډالر و كوم چې په كال 2022م كښې 10.8 اربه ډالر پاتې دے. وفاقي كابينې ته ووئيل شول چې په كال 2018م كښې د ټرانسپرنسي انټرنېشنل په رېنكنګ كښې پاكستان په 117م نمبر و كوم چې په كال 2021م كښې 140م نمبر ته تللې. په كال 2018م كښې په پاسپورټ رېنكنګ كښې د پاكستان پاسپورټ په 104م نمبر و كوم چې په كال 2022م كښې په 109 نمبر دے.
د خزانې وزير مفتاح اسماعيل لخوا د هېواد د معاشي صورتحال په اړه وفاقي كابينې ته تفصيلي بريفنګ
مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا