اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) پارليمنټ هاؤس كښې د كشمير لپاره د پارلماني كمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي په مشرۍ كښې وشوه۔خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي په غونډه كښې په خاص توګه ګډون وكړو۔ په غونډه كښې شهيدو كشميري حريت لارښودو لپاره فاتحه خواني دغسې د كشميريانو د خپلواكۍ هلو ځلو سره د يووالي څرګندونې لپاره يوه دقيقه خاموشي اختيار كړې شوه۔خارجه وزير د كمېټۍ غړي د مقبوضه جمو او كشمير صورتحال څخه په خبرولو كښې ووئيل د مقبوضه جمو او كشمير بې ګناه وګړي د كورونا وائرس وبا په مهال دوه اړخه لاك ډاؤن سره مخ دي۔ مقبوضه جمو او كشمير كښې د كورونا وبا له امله د ځبلے شوو رنځورانو شميره په تندۍ سره زياتيږي۔خارجه وزير ووئيل مونږ د شخړو باوجود هند ته په بشري بنيادونو د معاونت وړانديز كړے خو تر اوسه د هند د اړخه كوم مثبت ځواب نه دے راغلے۔ده ووئيل د كورونا وائرس وبا دريمي چپي په تناطر كښې مقبوضه جمو او كشمير كښې طبي آسانيو كښې د كمي ترمخه نړيوالي ورورولۍ او نړيوالو هيلتھ ايجنسيو څخه غوښتنه كوو چې مقبوضه جمو او كشمير كښې د صحت سهوليات وركول باوري كولو له “هيلتھ كاريډور” جوړولو له ګامونه پورته كړي ۔ د كورونا وائرس وبا په مهال ټوله نړۍ كښې هېواد ته راستنيدو ته سترګي په لاره پاكستانيان بيرته راوړلو كښې د پي آئي اے او نور اړوندو ادارو كردار د ستائني وړ دے
نړيواله ورورولي او نړيواله هيلتھ ايجنسۍ دې مقبوضه جمو او كشمير كښې “هيلتھ كاريډور” جوړولو له ګامونه واخلي ، د خارجه وزير شاه محمود قريشي د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي په مشرۍ كښې د كشمير پارليماني كمېټۍ غونډي ته وينا
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ