اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير سېنېټر اعظم خان سواتي وئېلي دي شجركارۍ لپاره به د پاكستان رېلوے زمكه وړيا وركوو٬د پارليمان غړي٬د صوبائي اسمبلۍ غړي او مېډيا دې د شجركارۍ په اړه خبرتيا پېدا كولو كښې كردار ادا كړي ٬د هېواد كلين اينډ ګرين جوړولو لپاره دې د پاكستان رېلوے ملګرتيا وكړې شي۔د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې وفاقي وزير سېنېټر اعظم خان سواتي ووئيل د شجركارۍ موسم پېل شوے ٬پاكستان رېلوے د شجركارۍ لپاره زمكې وركولو له چمتو ده ٬د صدقه جاريه په توګه بوټي نالو پكار دي٬ ده ووئېل هېواد كلين اينډ ګرين جوړولو لپاره دې د پاكستان رېلوے ملګرتيا وكړې شي٬ د پارليمان غړي٬د صوبائي اسمبلۍ غړي او مېډيا دې د شجركارۍ په اړه خبرتيا پېدا كولو كښې كردار ادا كړي۔دې سره به د ماحولياتي مسئلو مخ نيوي له مرسته ترلاسه شي
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea