پېنډۍ 16 مارچ (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه سره د نېشنل ګارډ آف بحرين کمانډر جنرال شېخ محمد بن عيسيٰ بن سلمان الخليفه د شورو په ورځ جي اېچ كيو پېنډۍ كښې ليدلي۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو٬ د سيمه ايزې سلامتيا په صورتحال او د دواړو ځواكونو ترمېنځه وظيفائي مرسته زياتولو له په اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر ووئيل پاکستان بحرېن سره خپلو قوي ٬ سفارتي٬ اقتصادي او دفاعي اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ دواړو مشرانو په منطقه كښې امن او سلامتيا له د هلو ځلو پشمول دوه اړخيزه مرسته زياتولو له د خپل عزم پخلې وكړو۔ ګران مېلمه د پاكستان د وسله والو ځواكونو د وظيفائي پوهې اعتراف كولو سره په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته زياتولو له خپل عزم څرګند كړو۔ ده په افغانستان كښې د روانې وضعې په مهال د پاکستان د کردار او د کامياب بارډر مېنجمنټ هم ستائنه وكړه
جنرال قمر جاوېد باجوه سره د بحرين جنرال شېخ محمد بن عيسيٰ وليدل
مضمون کا ماخذ : prêmios dupla sena