اسلام آباد۔7مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي وزيراعظم به د سعودي عربستان خپلې دورې په مهال په اسټرېټجک پارټنرشپ، سپریم کوآرډینېشن کونسل او میډیا پارټنرشپ خبرې كوي۔ سعودی ټی وی چېنل الاخباریه سره خپلو خبرو كښی وفاقي وزير ووئيل دا به د وزيراعظم د سعودي عربستان درېمه دوره وي۔ وزیراعظم عمران خان سعودی مشرتابه سره غوره اړيكې لري كومې چې په دوه اړخيزه مينه او ورورولۍ اډانه دي۔ وفاقي وزير ووئيل د كشمير مسئلې حل كولو له زمونږ سترګې سعودي عربستان ته دي او دا ځكه چې سعودي عربستان په دې لړ كښې مهم كردار ترسره كولے شي۔ هغه ووئيل وزيراعظم د ايران او سعودي عربستان ترمينځه شخړې ختمولو كښې خوښي ښكاره كړې ده۔ هېوادونه بايد د يو بل احترام وكړي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل ايران سره د مذاكراتو په حقله د سعودي عربستان ولي عهد اوسني بيان په رڼا كښې به عمران خان خپل كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل مونږ اسلامي نړۍ لپاره د سعودي مشرتابه منو او په دې ځان پوهه كول غواړؤ چې پاكستان د ايران او سعودي عربستان ترمينځه د خبرو اترو عمل آسان جوړولو كښې څنګه مرسته كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان او سعودي عربستان دوه اړخيزه پخوانۍ تاريخي او دفاعي اړيكې هم لري۔
وزيراعظم به د سعودي عربستان خپلې دورې په مهال په اسټرېټجک پارټنرشپ، سپریم کوآرډینېشن کونسل او میډیا پارټنرشپ خبرې كوي۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات