اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) پاکستان هند ته د اټاري واهګه پولې د لارې تر طورخم افغانستان لپاره د انساني همدردۍ په بنياد د 50 زره مېټرك ټنه غنمو او د ژوند بچ كوٶنكو داروګانو د زمكيزې لارې څخه د ترسيل په اجازه وركولو د رضا مندۍ څرګندونه كړې ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار خپل يو بيان كښې وئيلي دي د افغانستان 40 ټركونو وړومبۍ قافله كومه چې د طورخم د لارې پاكستان ته داخله شوې وه د اټاري واهګه پولې څخه د هند غنم وړلو نه پس د شورو په ورځ بېرته افغانستان ته روانه شوې۔ وياند ووئيل پاكستان په انساني بنيادونو په خوش اسلوبۍ سره د ترسيل سهولت وركولو لپاره ټولو ډلو سره نزدې رابطه لري
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha