اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري او د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) عمومي سېكتر حسېن براهيم طحهٰ به (نن) د خالي په ورځ په خارجه دفتر كښې په ګډه پرېس كنفرنس ته وينا كوي۔ د خارجه دفتر وېاندې له مخې عمومي سېكتر حسېن براهيم طحهٰ د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په بلنه د لسم نه تر دولسم دسمبر پاكستان او د آزاد جمو و كشمير دوره كوي ٬ د او آئي سي عمومي سېكتر به دورې په مهال د پنځه كسيزه پلاوي مشري كوي، په نومبر كال 2021 كښې د چوكۍ سنهبالولو نه پس دا د دوي د پاكستان وړومبۍ باقاعده دوره ده او په دې موقع به دې وزيراعظم او خارجه وزير سره د پلاويو په كچه ملاقاتونه كوي او د دې نه علاوه به د ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير٬ د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وفاقي وزير او د تجارت وزير سره هم ملاقات كوي۔ د او آئي سي عمومي سېكتر به د آزاد جمو و كشمير دوره هم كوي٬ د دوه اړخيزه خبرو اترو په مهال به عمومي سېكتر او خارجه وزير د او آئي سي په اېجندا موجوده د جمو او كشمير په شخړه٬ اسلامو فوبيا او په افغانستان كښې د انساني صورتحال پشمول په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه كوي
خارجه وزير بلاول بھټو زرداري او د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن براهيم طحهٰ به د ګډه پرېس كنفرنس كوي
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر