اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي)د خارجه وزارت وياند نفيس ذكريا وئېلي دي د هند دا ??ادت دے چې كومه هم پېښه وشي نو سمدستي ذمه وار پاكستان ګرځوي٬د پلټنو او ثبوتونو نه غېر بې بنسټه تورونه لګول سم نه دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل پاكستان د تېر وخت پشان د هند د اړي پېښې تور هم رد كړې ځكه چې دا هېڅ حقيقت نه لري۔هند د دې پېښې سره د كشمير څخه نړيوال پام اخوا كول غوښتل كومه كښې چې هغه ناكامه شو ځكه چې مونږ د كشمير مسئله په ښه ډول نړۍ ته وړاندې كړې۔ ده ووئېل د دې څخه نن ټوله نړۍ خبر شوې چې هند د خپلو عسكرو د لاسه پھ كشميريانو ظلم كوي د كومو چې ټوله نړۍ غندنه كوي۔ده ووئيل پاكستان سره سره او آئي سي هم په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو غندنه كړی۔د او آئي سي د غندنې مطلب دا ??ے چې د ااو آئي سي غړيو 57 هېوادونو د هند د ظلمونو غندنه كړې۔ده ووئيل پاكستان يو ذمه واره رياست دے٬پاكستان د كشمير مسئلې پشمول ټولې چارې د خبرو اترو د لارې د حل كولو په حاجت زور راوړې۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د كشمير مسئلې حل ته اړتيا ده٬د كشمير مسئلې حل نه غېر سيمه كښې امن نه شي راتلې۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان په نړۍ كښې تر ټولو زيات د ترهه ګرۍ ښكار هېواد دے او پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد ج??ګ كښې تر ټولو زياتې قربانۍ وركړي كومې چې نړيوالې ورورولۍ هم ستائېلي٬ ده ووئېل هند تل په پاكستان د ترهه ګرۍ تور لګوي خو هغوي چرې هم هېڅ ثبوت نه دې وړاندې كړې
هند كښې چې كومه هم پېښه وشي نو سمدستي ذمه وار پاكستان ګرځوي٬د پلټنو او ثبوتونو نه غېر بې بنسټه تورونه لګول سم نه دي
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado