اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د احتساب او كورنيو چارو صلاكار بېرسټر شهزاد اكبر وئيلي دي په پنجاب كښې د قبضه ګرو ډلو څخه د 200 اربه روپو نه د زيات ماليت زمكه بېرته اغستې شوې ، د كهوكهر برادران څخه د يو نيم ارب روپو زمك?? اخستې شوې. ده دا خب??ې د زيارت په ورځ د سائنس او ټېك??ال??جې وفاقي وزير فواد چوهدري سره يو ځاے خب??ي كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د احتساب او كورنيو چارو صلاكار ووئيل مريم نواز په سركاري زمكې په حقله د حقائقو په ضد خب??ې كړي. د دې نه څرګندېږي چې د شريفې فېملي څخه د قبضه ګرو څخه ترلاسه كېدونكې مالي ګټې اوس تروړلې شوي. ده ووئيل په قصور كښې يو زر 52 ك??ال?? زمكه راخلاصه كرې شوې. د لاهور په خوا او شا كښې 80 ك??ال?? 4 مرلې زمكه اغستې شوې. دغسې د دانيال عزيز د والد څخه په سرګودها كښې 2400 ك??ال?? زمكه بېرته اغستې شوې. دوي ووئېل د چوهدري تنوير څخه په پېنډې كښې 5 زره ك??ال?? زمكه بېرته اغستې شوې. دوي ووئيل د ميا جاوېد لطيف څخه 8 ك??ال?? 2 مرلې زمكه او په شېخوپوره كښې 5 دوكانونه او سروس سټېشن بېرته اغستې شوي. دوي ووئيل كه څوك په بېرته ترلاسه كړې شوې زمكه اعتراض لري نو عدالت ته دې لاړ شي. دوي ووئيل په پي ډي اېم كښې مالي ګټې ترلاسه كوونكي دې كسانو سره ولاړ دي، اولس نه دے، د كهوكهر برادران څخه په 100 ك??ال?? محل كښې 45 ك??ال?? سركاري زمكه بېرته اغستې شوې. د دې زمكې په لړ كښې كېس چلېدلې او كمشنر دا سركاري زمكه ګرځولې او د دې نه پس دا زمكه ترلاسه كړې شوې. دوي ووئيل د سياسي انتقام شور كوونكو په اړه اولس د حقائقو نه خب??وو.
په پنجاب كښې د قبضه ګرو ډلو څخه د 200 اربه روپو نه د زيات ماليت زمكه بېرته اغستې شوې . د بېرسټر شهزاد اكبر او فواد چوهدري خبري كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ