اسلام آباد 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د لويو لارو منصوبې په ??خت ترسره ??ولو لپاره د فنډز د اجرا سپارښتنې كولو سره ??ئيلي دي د معياري سړكونو جوړېدو سره به د كليوالو او ښاريو ترمېنځه رابطه، تجارت او د روزګار موقعې زياتې شي. ده دا خبرې د شورو په ??رځ د نېشنل هائي وے اتهارټۍ تر س??ور?? لاندې د منصوبو جاج اخستو غونډې ته په خپله وېنا كښې وكړې. په غونډه كښې د مواصلات وفاقي وزير مراد سعي??، د منصوبه بندې وفاقي وزير اسد عمر، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل، د منصوبه بندې كميشن ډپټي چيئرمېن جهانزېب خان، د نېشنل هائي وے اتهارټۍ چيئرمېن او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد غونډې ته تقابلي جاج وړاندې كولو سره ??وئيل د پخواني حكومت په درېو كلونو كښې ﴿د كال 2013م نه تر كال 2016م﴾ يوازې 645 كلوميټره سړكونه جوړ شوي وو او په اوسني حكومت كښې ټول 1753 كلوميټره سړكونه جوړ كړې شوي. وزيراعظم ته ووئيل شول د روان مالي كال په ??هال به اېن اېچ اے 27 پروژې ترسره ??ړي، په بلوچستان كښې د 3000 كلوميټره څخه زيات سړكونه جوړولې شي. غونډې ته د سړكونو بېلا بېلو پروژو په اړه بريفنګ هم وركړے شو. وزيراعظم عمران خان ووئيل په ??عاشي پرمختګ كښې سړٍكونه مهم كردار لري . ده ووئيل د معياري سړكونو جوړېدو سره به د كليوالو او ښاريو سيمو ترمېنځه رابطه، تجارت او د روزګار موقعې زياتې شي. د ښو سړكونو په ??تيجه كښې به خرڅونو هم كم شي. وزيراعظم ووئيل د مواصلات د مهمو او لويو پروژو جاج به هره ??رځ پخپله اخلم. ده هدايت وكړو چې د پروژو په ??خت ترسره ??ولو لپاره د فنډز اجرا باوري كړئ.
د معياري سړكونو جوړېدو سره به د كليوالو او ښاريو ترمېنځه رابطه، تجارت او د روزګار موقعې زياتې شي. د وزيراعظم د نېشنل هائي وے اتهارټۍ تر سيوري لاندې د منصوبو د پرمختګ د جاج اخستو غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری