اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وئيلي دي د نوي مالي كال په وفاقي بجټ كښې معيشت سمولو ته پام لرنه كېږي، د لوي څښتن په مهربانۍ سره هېواد د ديواليه كيدو څخه بچ كړے شوے، مونږ اوس د استحكام په لاره راغلې يو او انشاء الله ډير زر به د استحكام منزل ته ورسوو، كوټلي اقتصادي نمو لپاره به هڅې كولې شي دغسې چې د دې په نتيجه كښې بيا بيا د ادائيګيو توازن او د روانو حسابونو كھاتو كښې د خسارو مسئلو سره نه مخ كېږو، د عمران خان مائنونه زمونږ د حكومت په ضد نهبلكه د پاكستان په ضد ؤ، زمونږ لپاره تر ټولو لوئ چيلنج د 2.4 فيصد په شرح سره زياتې شوې آبادۍ له روزګار او بنيادي آسانۍ وركولو لپاره د كوټلي پرمختګ اهداف سر كول دي۔د زيارت په ورځ د روان مالي كال 22-2021 اقتصادي جائزه رپورټ وړاندې كولو په موقع وفاقي وزيرانو خرم دستګير، احسن اقبال او وزير مملكت عائشه غوث پاشا او د خزاني سيكرټري سره پريس بريفنګ كښې د خزانې وزير مفتاح اسماعيل ووئيل د پاكستان په معيشت كښې چې كله هم د نمو شرح زياتيږي نو د روانو حسابونو كھاتو خساره زياتيږي،دا وخت هم د ګروتھ شرح 5.97 فيصد ده ، د ګروتھ شرح په نوې بيسنګ بنياد ده، 06-2005 بيسنګ په بنياد د ګروتھ شرح دې څخه كمه ده،د دې په نتيجه كښې د ادائيګيو توازن كښې بحران راغلے، روان مالي كال كښې درآمدات 70 څخه 75 اربه ډالره ته د رسيدو امكان دے كوم چې د هېواد د تاريخ تر ټولو لوړه كچه ده ، درآمدات كښې د روان مالي كال په مهال 48 فيصده نمو شوې، برآمدات كښې 28 فيصد شرح سره اضافه شوې۔ د خزانې وزير ووئيل د تجارتي خسارې حجم 45 اربه ډالره دے، زمونږ برآمدات زمونږ د درآمدات په تناسب سره 40 فيصده ته راغلې، په داسې صورتحال كښې حكومتونو له قرضې اخستل وي، د كووېډ په دور كښې په نړيواله كچه د پټرول او نور مصنوعات بيعې كمې شوې وي،په هغه وخت كښې د روانو حسابونو دكھاتو خساره كمه شوې وه دغسې ادائيګيو كښې د توازن بحران هم ختم شوے ؤ خو كله چې د كووېډ نه پس نړۍ پرانستلې شوه نو د حسابات جاريه كھاتو خساره زياته شوه،دې سره سره ادائيګيو كښې د توازن مسئلې هم رامخې ته شوې۔ د خزانې وزير ووئيل چين څخه رول اوور قرض په لړ كښې 2.5 اربه ډالره معاونت پاكستان ته به ترلاسه شي ٬ دې نه پس به زمونږ د زرمبادلې پانګې 12 اربه ډالره څخه زياتې شي۔ د خزانې وزير وئيلي دي نوې مالي كال بجټ كښې معيشت سمولو ته پام لرنه كوو،دا مهال نړيواله منډۍ كښې د برينټ خام تيل بيعه 123 ډالره يو بيرل ده ، په دې وجه پټرول او د پټروليم مصنوعات بيعې هم زياتې شوي،په دې تناظر كښې حكومت دوه ځله د پټرول بيعه كښې 30، 30 روپۍ يو ليټر اضافه كړې، ده ووئېل دا الميه ده چې عمران خان د تللو څخه وړاندې پټرول آرزان كړې ؤ، عمران خان وګړو له چيك وركړے ؤ خو روپۍ ورسره نه وي، موجوده حكومت دا مشكل پريكړې كړې، د لوي څښتن په مهربانۍ سره مونږ هېواد د ديواليه كيدو څخه بچ كړے،اوس مونږ د استحكام په لاره راغلې يو او انشاء الله ډير زر به د استحكام منزل ته ورسوو ۔د خزانې وزير ووئيل كوټلي اقتصادي نمو لپاره به هڅې كولې شي دغسې چې د دې په نتيجه كښې بيا بيا د ادائيګيو توازن او روانو حسابونو كھاتو كښې د خسارو مسئلو سره نه مخ كېږو،تير وخت كښې حكومتونو چې كومې غلطۍ كړې هغه دا دي چې شتمندو له مراعات وركړے شوي دغسې چې معيشت مخ په وړاندې لاړ شي ٬ د دغې نتيجه دا رامخې ته شوې چې زمونږ درآمدات زيات شي ځكه چې مالدار كسان زياتره درآمدي څيزونه اخلي،مونږ دا ګڼو چې غريب او مينځنۍ درجې طبقو له مراعات وركولو سره زرعي او د هېواد پيداوار زيات شي۔ د خزانې وزير ووئيل دا مهال زمونږ 80 فيصده صنعتونه ځائې كھپت لپاره مصنوعات جوړوي،نوې مالي كال وفاقي بجټ كښې مونږ دا هڅه كوو چې برآمدي صنعتونو له زياته وده وركړې شي۔ مفتاح اسماعيل ووئيل د توان بيعې زياتي شوې دې لپاره صنعتونو له ګاز وركولو كښې مشكلات رامخې ته كيدل خو دا خبره خوشبينه ده چې دا مهال هېواد كښې صنعتونو ته ګاز ترلاسه كېږي، پخواني حكومت كه د تورونو لګولو او وګړي په زندانونو كښې اچولو په ځاے د كووډ په مهال چې كله نړۍ كښې ايل اين جي او تيل آرزان وؤ ،د اوږدې مودې سودا كړې وه نو مونږ به د پټرول او ډيزل بيعه زياتولو ته حاجت نه لرلو ، ده ووئېل پخواني حكومت د سي پيك سره ناروا سلوك كړے، د كورنيو چارو پخواني وزير شيخ رشيد هم د دې خبرې اعتراف كړے چې عمران خان د نوې حكومت لپاره مائنونه په ځائې كړې وؤ، حقيقت كښې دغه مائنونه زمونږ حكومت لپاره نه بلكه د د رياست پاكستان په ضد ؤ، عمران خان هېواد او معيشت ته زيان رسولے ۔ د خزانې وزير ووئيل د كووډ 19 وبا ده خو دې سره سره زمونږ لپاره موقعې هم راپيدا شوې وي د كومو څخه چې پخواني حكوت كومه استفاده نه ده كړې، پاكستان ته د دې وبا له امله د ځاني زيان نه علاوه په مالي توګه زيات زيان نه دے رسيدلے ځكه چې آئي اېم اېف او نورو ادارو څخه پاكستان ته 4 اربه ډالره څخه زيات امداد ترلاسه شوے ،د دې نه علاوه جي 20 هېوادونو د اړخه د قرضو ري شيډولنګ او نور مراعات هم ترلاسه شوي خو پخواني حكومت د دې څخه هم ګټه نه ده پورته كړې،اوس صورتحال دا دے چې مونږ غنم هم درآمد كوو، 30 لكهه ټنه غنمو درآمد كولو منظوري وركړې شوې او په دې لړ كښې روس څخه په حكومتي كچه د غنمو اخستو لپاره كار روان دے ،ده ووئېل 2017-18 كښې مونږ چيني او غنم برآمد كړې وؤ۔ د خزانې وزير ووئيل نيغ په نيغه بهرنۍ سرمايه كارۍ كښې اضافې ته خاص پام لرنه كوو،دغسې چې د محصولات حجم او بنياد كښې پراختيا لپاره اقدامات وكړې شي، 2017-18 كښې د جي ډي پي په لحاظ سره د ټيكسونو شرح 11.1 فيصده وه ، د پي ټي آئي په درې كلونو كښې دغه هدف ترلاسه نه كړے شو، ، يو جوهري هېواد لپاره د جي ډي پي تناسب سره د ټيكسونو او برآمدات شرح 15، 15 فيصده ضروري ده۔ د خزانې وزير ووئيل زمونږ برآمدات زيات كم دي ، وفاقي حكومت خساره 5100 اربه روپو څخه زياته ده، عمران خان حكومت 20 زره اربه روپو قرض څلور كلونو كښې اخستے ، زمونږ 19 وزيرا اعظمانو او صدررانو چې څومره قرض اخستے د هغې 80 فيصده يواځې عمران خان اخستے ۔ د خزانې وزير ووئيل نوې مالي كال كښې د قرضو په لړ كښې 3100 اربه روپۍ دغسې د سود په لړ كښې 3900 اربه روپۍ بيرته وركول دي، د پي ټي آئي په وړومبي كال كښې مالياتي خساره 9.1 فيصد وه، دويم كال كښې منفي ګروتھ شوے دغسې د جي ډي پي تناسب سره د ټيكسونو شرح هم كمه شوې۔ د خزانې وزير ووئيل زمونږ لپاره تر ټولو لوي چيلنج 2.4 فيصده شرح څخه زياتې شوې آبادۍ له روزګار او بنيادي سهولتونه وركولو لپاره د كوټلې پرمختګ اهداف سر كول دي ، د نوې مالي كال وفاقي بجټ كښې مونږ هڅې كوو چې ګروتھ كوټلے كړے شي دغسې چې مونږ د روانو حسابونو كھاتو خسارې او ادائيګيو كښې توازن په شان بحرانونو سره نه مخ كېږو۔د يوې پوښتنې په ځواب د خزانې وزير ووئيل آئي اېم اېف سره زمونږ خبري روانې دي، د بجټ نه پس آئي اېم اېف سره سټاف ليول لوظنامه به كولې شي،مونږ به په بجټ كښې د هېواد په ګټه داسې اصلاحات معارفي كوو كوم چې د آئي اېم اېف هم خوښ شي، مونږ د آئي ايم ايف سره درست شميرې شيئر كړي۔ د خزانې وزير آئي پي پيز له د ادائيګو نه وركولو خبر ترديد وكړو۔ده ووئيل نوې مالي كال په وفاقي بجټ كښې كفايت شعارۍ ته به وده وركولې شي دغسې د ګرانۍ په تناسب سره به د هغه سركاري ملازمانو په تنخاګانو كښې اضافه كولې شي د كومو په تنخاګانو كښې چې وړاندې اضافه نه ده شوې۔ د منصوبه بندۍ، پرمختګ ، اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال په دې موقع ووئيل اقتصادي جائزه رپورټ 2022 كښې زمونږ د حكومت دوه مياشتې دي، په دې كښې د اهداف او حقيقي شميرو په خپلو كښې ملاپ نشته ځكه چې كله اهداف اېښودلے شوے ؤ نو دې نه پس ري بيسنګ شوے ؤ ، چې په كوم بنياد اهداف اېښودلې شوې دي د هغې له مخې كه تعين وكړے شي نو شميرې به بدلولې شي۔ د ووئيل د سركاري څانګې سرمايه كارۍ او ماليات د كوم هم هېواد په پرمختګ او سوكالۍ نيغ په نيغه اثر پريباسي ځكه چې دې سره د نجي څانګې سرمايه كارۍ ډاډګيرنه كېږي۔ده ووئيل روان مالي كال لپاره پي ايس ډي پي حجم 900 اربه روپۍ اېښودلے شوے كوم چې وړاندې 700 اربه روپۍ ته راوستلے شوے او كله چې تېر حكومت ختم شو نو د دې حجم 550 اربه روپو ته راغلے حالانكه 2018 كښې مسلم ليګ (ن) يو زر اربه روپۍ پي ايس ډي پي پرېښودلے ؤ، مونږ هغه دور كښې دفاع او پرمختيائي بجټ برابر كړے ؤ او دې لپاره وسائل هم پخپله وركړې شوې وؤ، نن د پاكستان د سباؤن انحصار د يو قوي دفاع سره سره په قوي معيشت هم دے ،كه مونږ په خپلو ځوانانو وسائل خرڅ نه كړل نو د دې انجام به د محروميو په صورت رامخې ته شي او زمونږ ځوانان به د انتها خوښۍ پلو مائل شي ، وژن 2025 كښې متوازن نمو منصوبه بندي شوې وه۔ احسن اقبال ووئيل 2013 كښې هېواد كښې برېښنا نه وه دغسې د امن صورتحال هم خراب ؤ ، 2017-18 كښې په لوډشيډنګ قابو موندلے شوے ؤ، زمونږ سره برېښنا زياته وه ، هغه دور كښې په چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پيك) عملي كار پيل شوے ؤ ٬ د ځينې هېوادونو سفيران به زما سره ملاقات له راتلل او ووئيل به ئې چې مونږ چرته سرمايه كاري كولې شو،۔ احسن اقبال ووئيل چې كله زمونږ روپۍ كمزوري شوه نو آخر مونږ پريكړه وګړه چې سياسي ګټي لپاره د هېواد مستقبل سره ټوقې ونه كړې شي، د پي ټي آئي مس ګورننس په وجه دغه مشكل پريكړې كولو ته حاجت پېښ شو۔ احسن اقبال ووئيل پرمختيائي عمل او پرمختيائي بجټ زياتول زمونږ لپاره يو لوئ چيلنج دے۔ده ووئيل زمونږ وړومبۍ ترجيح د انساني وسائلو ترقي ده،دې مقصد لپاره د لوړو زدكړو كمېشن (ايچ اي سي) بجټ كښې 67 فيصده اضافه شوې، ايچ اي سي بجټ 26.3 اربه روپو څخه 44.2 اربه روپو ته رسولې شوې، د سي پيك منصوبو بيا د سره جاج اخستلے شوے،تير حكومت د ګوادر بندرځائې ډريجنګ نه دې كړے چې له امله ئې هلته لويه بيړۍ نه شي لنګر انداز كيدې،دغسې په ايم ايل ون منصوبه تر څلور كالو كوم كار نه دې شوے٬ په دې يواځې سياست شوے ، د سي پيك ترمخه 9 اقتصادي زونز جوړول وؤ ، 9 كښې په 5 زونز كار نه دې پيل شوے ، 4 زونز 2027 كښې بشپړېدل وو ، وزيراعظم د يو نه تر دوو كاله موده كښې ددغه زونز بشپړولو سپارښتنه كړې ۔ احسن اقبال ووئيل د توان ، اوبو او اوبو وسائلو او غذائي تحفظ نوې مالي كال بجټ مهمې ترجيحي څانګې دي، ديامير بھاشا ډيم، مومند ډيم او دغسې نورو منصوبو لپاره بجټ كښې روپۍ بيلي كړې شوي ، چشمه رائټ كينال، ليفټ كم ګريويټي منصوبې منظوري وركړې شوې او هڅه كوو چې دا منصوبه سږ كال بشپره شي، ده ووئېل وزيراعظم په وړمبي ځل كم پرمختګ كړو ضلعو لپاره 40 اربه روپۍ فنډ بېل كړے۔ ده ووئيل صنعتي پرمختګ ته ودې وركولو لپاره اقدامات كولې شي،دغسې اين ايچ اے او ريلويز لپاره فنډنګ كښې اضافه كېږي، ټيكنالوجي او اختراع ته پام لرنه كېږي ،دې لپاره خصوصي پيكج وركړے شوے، كاروبار كوونكو ميرمنو ډاډګيرني لپاره اقدامات كوو، ځوانان او د بلوچستان پرمختيائي بجټ مهم اهداف دي، پي ايس ډي پي كښې بلوچستان له تر ټولو زياته برخه وركړې شوي۔ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل مونږ له به پاكستان په سم پلو روانول وي، برآمدات او نيغ په نيغه غيرملكي سرمايه كاري كښې اضافې ته پام لرنه كېږي۔ ده ووئيل ټيكس ريونيو كښې اضافې لپاره اقدامات كوو،مونږ د نجي څانګې سره په ګډه د هېواد لپاره يو روډ ميپ جوړوو۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزيراعظم هېواد تندۍ سره د پرمختګ پلو روانولو سپارښتنه كړې، معروضي حالات كښې مونږ له په دانائې مخ په وړاندې تلل دي او په متوازن ډول به اهداف ترلاسه كول وي۔ په دې د توان وفاقي وزير خرم دستګير ووئيل د توان څانګه كښې مونږ ځينې چيلنجونو سره مخ يو ، دسمبر كښې پخواني حكومت د ايندھن اخستل بند كړې وؤ چې له امله ئې كله په اپريل كښې موجوده حكومت سوګند پورته كړو نو 6000 ميګاواټ استعداد لرونكې پلانټس بند پراته وؤ ، پاور ډويژن كښې 2470 اربه روپو ګرځنده قرض رلمخې ته ؤ ، 2018 كښې زمونږ د حكومت ختميدو په وخت ګرځنده قرض 1100 اربه روپۍ ؤ، ګرځنده قرض كښې په څلورو كلونو كښې 250 فيصده اضافه شوې، د دې په نتيجه كښې يو ناوړه صورتحال راپيدا شوے ، نالائقي او بدانتظامۍ څلور كلن دور كښې د دې مسئلې حل كولو هڅه نه ده شوې ، مسلم ليګ (ن) په تير حكومت كښې 11600 ميګاواټ برېښنا سسټم كښې شامله كړې وه دغسې 20000 كلوميټره ټرانسميشن لائن غزولې شوې وو، مونږ د طلب څخه زياته برېښنا پيدا كړې ،نن هم دا اندازه ده كه مونږ په ښه ډول مخ په وړاندې لاړو نو هر كال يو نه تر 2 زره ميګاواټ برېښنا سسټم كښې شامليدې شي خو د بده مرغه تيرو څلورو كلونو كښې قومي ګرډ كښې يو ميګاواټ برېښنا هم نه ده شامله شوې،
د نوې مالي كال وفاقي بجټ كښې معيشت په سم پلو روانولو ته پام لرنه كېږي،ډير زر به د استحكام منزل ته ورسوو۔ د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل د وفاقي وزيرانو سره پرېس بريفنګ
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina