اسلام آباد۔21مارچ(اے پی پی):وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستان كښې د سندھ نه سوا د هېواد ټولو وګړو ته د یونیورسل هېلتھ کورېج آساني ترلاسه شوې ده٬ دا ډول آساني د نړۍ په پرمختګ كړې هېوادونو كښې هم څوك نه لري٬ په هېواد كښې اقتصادي بهتري راغلې ده ٬ ټولې معاشي اعشارې مثبت روانې دي ٬ د 1985 نه پس په وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښې نوې روغتون جوړېږي۔ د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د پمز نوې شعبه حادثات او په سېكټر جي 13 كښې د 300 بېډز نوې روغتون د بنياد تيګه اېښودو دستورې ته خطاب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د شوکت خانم د 2 روغتونونو په آرکیټیکټ مو د پمز روغتون اېمرجنسي ډيزائن كړې ده چې ټول مصاريف ئې پاكستاني تاركين وطن پورته كړي دي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ نن په ګرد هېواد كښې تر ټولو د زياتې معياري اېمرجسني بنياد اېښودلې دې۔ دې سره سره مو په جي 13 كښې په 300 بسترو مشتمل د نوي روغتون د بنياد تيګه اېښودلې ده۔ دا نوې روغتون هم امريكائي آركيټېكټ ډيزائن كړې دې۔ وزیراعظم ووئيل په تېرو درې نيمو كلونو كښې چې اوسني حكومت اولس لپاره كوم كار كړې دې هغه تېرو حكومتونو نه دې كړې۔ د سندھ نه سوا د ټولو صوبو وګړو ته يونېورسل هېلتھ كورېج وركولې شي۔ وزيراعظم عمران خان په خپل خطاب كښې زياته كړه چې مونږ دې سره سره د زده كړو د يو ډول نصاب رائج كولو پلو مهم قدم پورته كړې۔ مونږ تر پنځم جماعت يو ډول نصاب ښودل پېل كړي دي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د سيرت النبي ﷺ د ښودلو پرېكړه وكړه ولې چې د كردار سازۍ نه غېر كوم قوم جوړېدې نه شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ رحمت للعالمین اتھارټي جوړه كړه دغسې چې تر پوهنتون كچې مونږ خپل بچي د نبي علېه السلام د مبارك ژوند او تعليماتو څخه خبر كړې شؤ۔ وزیراعظم ووئيل په هېواد كښی اقتصادي بهتري راغلې ده ٬ ټولې معاشي اعشارې مثبتې دي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت د آمدن په مقابله كښې مصاريف كم كړل او آمدن يۍ زيات كړو دغسې چې د چا غلامي ونكړې شي
د سندھ نه سوا د هېواد ټولو وګړو ته د یونیورسل هېلتھ کورېج آساني ترلاسه شوې٬ د نړۍ په پرمختګ كړې هېوادونو كښې هم څوك دا آساني نه لري٬ د وزيراعظم د پمز روغتون د نوې شعبه حادثات او په سېكټر جي 13 كښې د نوي روغتون بنياد تيګې اېښودو دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا