اسلام آباد۔22ستمبر(اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوي د هیواد په ځوانانو او میرمنو زور راوړے دے چې هغوي د انسټي ټيوټ آف رورل مېنجمنټ او كنائيټ په مرسته پېل كړے شوے د ګوګل كېريئر سرټيفكېټ پروګرام لاندې وړاندې كړو 15,000 آن لاین کورسونو کښې په فعاله توګه داخله واخلي او دې څخه بشپړه استفاده وكړي۔ ډیجیټلائزیشن سره به د كاروباري ادارو كاركردګي زياته شي او بې روزګاره وګړو ته به په قومي معيشت كښې د خپلې برخې اچولو موقعې په لاس ورشي٬ پاكستان د آئي ټي سېكټر په مرسته د پرمختګ په زغل كښې مخكښې تللے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ګوګل کیریئر سرټیفکېټ پروګرام لانچنګ دستورې ته خپل ورچوئل خطاب كښې وكړه۔ د دې پروګرام لاندې ګوګل په پاكستان كښې آئی ټی سپورټ، آټومېشن، پروجېکټ مېنجمنټ، یو ایکس ډیزائن، ډیټا اینالیټکس، ډیجیټل مارکیټنګ او د ای کامرس په ډول د اعلی درجې آن لائن كورسونه وړاندې كوي۔ صدر مملکت ووئيل دې اقدام سره به پاكستانو ځوانانو او مېرمنو كښی يو نوې جذبه راپېدا شي دغسې چې د پاكستان ډيجيټل معيشت ښه كولو سره سره په معيشت كښې د دوئي همكارۍ زياتولوله هم مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل غوره ډیجیټلائزیشن سره به په معيشت كښې د مېرمنو شموليت زيات شي۔ ده د دې خبرې ستائنه وكړه چې ګوګل 15 زره كورسونه وړاندې كولو سره د پاكستان ډیجیټل ټېکنالوجۍ څانګې پرمختګ كښې كردار ترسره كوي۔ صدر په زده كوؤنكو زور راوړو چې هغوي دا ډول پروګرامونو څخه استفاده وكړي۔ ده په خاص توګه د وزارت انفارمېشن ټیکنالوجی او ټېلی کمیونیکیشن د ډجی اسکلز پروګرام حواله وركړه د كوم لاندې چې 25 لكه وګړو له تربيه وركړې شوې ۔ ده زياته كړه چې ډجی سکلز پروګرام كامياب پاتې شوے او د دې د لارې بې روزګاره ځوانان د ګټور رو۔زګار ترلاسه كولو جوګه جوګه شوي
ډیجیټلائزیشن سره به د كاروباري ادارو كاركردګي زياته شي٬ پاكستان د آئي ټي سېكټر په بنياد د پرمختګ په زغل كښې وړاندې تللے شي۔ د صدر ډاکټر عارف علوی د ګوګل کیریئر سرټیفکیټ پروګرام لانچنګ دستورې ته ورچوئل خطاب
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔