اسلام آباد 18مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاكستان د فلسطين په مسئله واضحه موقف خپل كړے، اسلامي نړۍ د فلسطين په صورتحال ناقلاري لري ، پاكستان وړومبے اسلامي هېواد دے چا چې د فلسطين په مسئله سخت او واضحه موقف خپل كړے،د پاكستان موقف ټولي اسلامي نړۍ ستائلے دے، فلسطين د ميډيكل ايمرجنسي صورتحال سره مخ دے، پاكستان به د فلسطين مرسته كوي، د خارجه وزير شاه محمود قريشي پشمول د څلورو اسلامي هېوادونو خارجه وزيران به په ګډه نيويارك ته ځي، پينډۍ رنګ روډ د واټك رنګ روډ جوړ شوے، د منصوبې الائنمنټ په بدلون وزيراعظم د پلټنو امر كړے، د الائنمنټ په بدلولو قامي خزانې ته د زيان رسولو هڅه شوې ، رپورټ كښې د غلام سرور خان او د ذوالفقار عباس بخاري كوم ذكر نشته، ذوالفقار عباس بخاري تر پلټنو بشپړيدو خپلې چوكۍ څخه استعفيٰ وركړې ، اينټي كرپشن او اړوندي ادارې د معاملې نوري پلټني كوي،سپيځلو ټاكنو لپاره اليكټرانك ووټنګ مشينيں ته اړټيا ده، ن ليګ او پيپلز پارټي د سمندر پوري پاكستانيانو د ووټ حق په اړه خپل پوزيشن نه دے واضحه كړے ، تحريك انصاف د سمندر پوري پاكستانيانو لپاره د ووټ حق وركولو له لوظي دے۔ وفاقي كابينې د پاكستان او چين سفارتي اړيكو 70 كاله په پوره كيدو د 70 روپو يادګاري سكې جاري كولو او ميسرز فلائي جناح سروسز لميټډ ريګولر پبلك ټرانسپورټ لائسنس (پسينجر اينډ كارګو) وركولو منظوري وركړې ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ د وفاقي كابينې غونډي نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال وكړه۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل خارجه وزير شاه محمود قريشي د نهي په ورځ د تركيې خارجه وزير سره ملاقات كړے ، پاكستان، تركيې، فلسطين او د سوډان خارجه وزيران هم په انقره كښې موجود دي،د څلورو هېوادونو خارجه وزيران به د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون له يو ځائې نيويارك ته ځي۔ده ووئيل دا مهال اسلامي نړۍ د فلسطين په صورتحال ناقلاره ده۔ ده ووئېل نن پاكستان وړومبے اسلامي هېواد دے كوم چې د فلسطين په مسئله ښكاره او واضح موقف خپل كړے، مونږ په خپل موقف ولاړ يو، پاكستان كښې چې د فلسطين پاليسۍ كوم بنياد قائداعظم محمد علي جناح اېښودلے ؤ نن د هغه پاليسۍ امين وزيراعظم عمران خان دے ،په دې مسئله د پاكستان موقف ټولي اسلامي نړۍ منلے ۔ده ووئېل د فلسطين ليډر شپ د فلسطينيانو سره په يووالي څرګندونه د پاكستاني مشرتابه مننه كړې ، طيب اردوان هم وئيلي د فلسطين په اړه جې كومه خبره زما په زړه كښې وي هغه د وزيراعظم عمران خان په ژبه وي۔ وفاقي وزير ووئيل وفاقي كابينې په بشري همدردۍ نه يواځي د كووډ په صورتحال بلكه دې نه ځانله ميډيكل ايمرجنسي صورتحال لپاره د فلسطين د مرستي پريكړه كړې ۔ كابينې وزيراعظم له د سعودي عرب په كامياب دوره مباركي وركړې ۔ده ووئيل د كابينې په غونډه كښې د رنګ روډ په معامله هم خبرې شوي۔ده ووئيل دا د عمران خان حكومت دے چې كه څه تور رامخي ته شي نو پلټني ئې كيږي۔ وزيراعظم عمران خان بهادر انسان دے هغه په دې ډول چارو په مړانه پريكړې كوي او ګامونه پورته كوي، كه د پيپلز پارټي او مسلم ليګ (ن) حكومت ؤ نو په ميډيا به بنديز لګولے شوے ؤ،هم دغه د نظام بدلون دے د كوم چې پي ټي آئي لوظ كړے ؤ۔ د اوسني حكومت په دور كښې چې د كوم هم سكينډل خبره رامخې ته شي په په دې اړه پلټني كيږي، د ذمه وارو په ګوته كولو له سنجيده اقدامات كيږي، هم دغه ښكاره فرق دے د نورو او زمونږ د حكومت ترمينځه۔ وفاقي وزير ووئېل وزيراعظم نكته نظر لري چې طاقتور به هم د قانون سره مخ كولے شي،څه ډول چې وزيراعظم په دې عمل كړے هغه مثال نه لري۔ ده ووئيل د رنګ روډ ابتدا په 2017 كښې شوې ، دا ډيره ښه منصوبه ده،د دې مقصد د پينډۍ خو او شا يو داسې سړك جوړول دي چرته چې هيوي ټرافك پينډۍ ته داخليدو نه غير ښار څخه بهر تيريږي۔ روات او موټر وے د اړخه راتلونكې ټرافك به هم پينډۍ ته نه داخليږي۔ جنوري 2018ء كښې د دې منصوبې ابتدائي الائنمنټ منظور شوے ؤ، دې نه پس په 2019ء كښې په دې معامله وزيراعظم ته د يو انجينئر د اړخه ميسيج راغلے كوم چې په دې پراجيكټ كښې كار كوي، هغه وزيراعظم ته ليكلي چې د دې پراجيكټ الائنمنټ بدل كړے شوے،په خاص توګه په دې كښې د سنګ جاني پوائنټ الائنمنټ بدل كړے شوے۔ ده ووئېل وزيراعظم په دې اړه د بې پرې پلټنو پريكړه كړې ،په ابتدائي فيكټ شيټ كښې معلومه شوه چې نه يواځي الائنمنټ بدل شوے بلكه 29 كلو ميټر دا تر اټك پلو زيات شوے، د دې مقصد دا دے چې ځينې هاوسنګ سوسائټي په دې كښې شامل شي۔ده ووئېل شاهد خاقان عباسي او د پي ايم ايل اين ځېني نورو وګړو تنقيد كړے چې په اربونو روپۍ لوټ شوي، دغه كسانو د رپورټ لوستلو تكليف نه دے كړے، كه دا رپورټ لوستلے شوے ؤ نو معلومه شوي به وه چې په اربونو روپۍ نه دې لوټ شوي بلكه بچ كړې شوي۔ ده ووئېل په دې سكينډل كښې نه د ذوالفقار عباس بخاري او نه د غلام سرور كوم ذكر شوے ،په سوشل ميډيا د وزيرانو نامې وركړې شوي، ذوالفقار عباس بخاري يو سمندر پوري پاكستانے دے،د هغه د دې معاملې سره كوم تعلق نشته خو د دې باوجود هغه استعفيٰ وركړې ۔ تر څو چې د غلام سرور خبره ده هغه اوس هم وائي چې په دې ټول سړك دې زما يو انچ زمكه ښكاره كې شي نو بيا زه د دې ذمه وار يم،تر اوسه پلټني واضحه دي۔ زمونږ كوم صلاحكار يا وزير په دې كښې شامل نه دې۔
پاكستان د فلسطين په مسئله واضحه موقف خپل كړے، پاكستان د كووډ او ميډيكل ايمرجنسي په صورتحال به د فلسطين مرسته كوي،د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د وفاقي كابينې غونډي نه پس ميډيا ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب