نيويارك 20 مئي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د فلسطين اولس د اسرائيل د ظلم نه د خلاصولو وخت راغلے دے٬ د فلسطين د اولس غږ خاموش كولې كېدې نه شي٬ سلامتي كونسل د نړيوال امن او سلامتيا خپل بنيادي ذمه وارۍ د ترسره كولو جوګه نه دې٬ سلامتي كونسل دې اسرائيل د بريدونو نه منع كولو لپاره خپل كردار لوبوي ٬ عمومي اسمبلۍ له د فلسطين وګړو تحفظ ل٫پاره كوټلې اقدامات كول پكار دي٬ مونږ له يو نړيوال محفاظ پوځ تعينات كول پكار دې٬ عمومي اسملبۍ له د سرائيل د زور زبردستۍ او جبر د لارې د يروشلم د ضلع الجراح پسمول فلسطينيانو نه د دوي كورونه خالي كولو او د روان يهودي آباد كارۍ د غېر قانوني اقدامات٬ د بلاامتياز او وحشيانه بريدونو غندنه پكار ده٬ د فلسطين رياست جوړولو لپاره دې سلامتي كونسل او د جنرل اسمبلۍ په قراردادونو عملدرآمد باوري كړې شي٬ پاکستان د فلسطين صدر محمود عباس د دې مطالبې ملاتړ كوي چې د مسئلې حل لپاره دې نړيوال كنفرنس راوبللې شي۔ د زيارت په ورځ په فلسطين د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ خاص غونډې ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل اسرائيل په خپل غرور او تكبر كښې د قانوني كاروائۍ نه د استثنٰې په سبب د فلسطين محصور كولو او مقيد اولس د نه ختمېدونو بريدونوسلسله پېل كړې ده ٬ نن مونږ دا مهال د خيالاتو څرګندونه كوٶ او په فلسطين كښې كوچنيان او مېرمنې شهيدانې كېږي او د دې سوب جوړېدونكو نه څوك پوښتنه كوٶنكي نشته٬ په دې بريدونو كښې په يوه اوونۍ كښې 250 نه زيات كسان شهيدان او د زرګونو په شمېر ژوبل شوې دي چې په كښې په دريو كښې دوه برخې مېرمنې او كوچنيان دي٬ د غزہ په هر كور كښې ماتم دې او هر خو د مرګ سېوري دې۔ د اسرائيل فضائي بريدونه د ابوحاطب د كورنۍ د هر كس د مرګ ذمه وار دي د دې كورنۍ په شهيدانو كښې دوه مېرمنې او 8 كوچنيان شامل دي۔ ده ووئيل
سلامتي كونسل دې اسرائيل د بريدونو نه منع كولو لپاره خپل كردار لوبوي۔ د مخدوم شاہ محمود قرېشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ خاص غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری