اسلام آباد 01جولائي (اے پي پي)صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان په تندۍ سره بدلېدونكې نړۍ كښې راتلونكي نړيوال فكري انقلاب كښې په قوي ګرفت جوړولو د يو طاقت په توګه رامخې ته كېدے شي٬ سائبر نړۍ كښې ښكاره بدلون څخه پوځي او د اولسي څانګو په اړه لائحو كښې بدلون ليدلے شوے كوم چې د هېواد سائبر امنيت قوي كولو لپاره سنجيده اقدامات كولو او د صورتحال څخه په وخت د استفادې كولو په لړ كښې د تيارو تقاضا كوي،د انفارميشن ټيکنالوجۍ د اهميت له مخې پاكستان له د څلورم صنعتي انقلاب څخه ګټه پورته كولو ته اړتيا ده كوم چې به د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مرستياله وګرځي۔ صدر دا خبرې د زيارت په ورځد نېشنل ډيفنس يونيورسټۍ (اېن ډي يو) کانووکېشن دستورې ته پخپل خطاب كښې كړي ۔ په كورس كښې د پاكستان او نورو ملګرو هېوادونو پشمول د بحرېن، بنګله دېش، مصر، انډونيزيا، ايران، عراق، اردن، سعودي عرب، نيپال، نائيجريا، سري لنکا او د متحدہ عرب امارات پوځي چارواكي شريك وو۔ صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل پاكستان لپاره د كاميابۍ مختصر ترين لاره د عصري فکري بدلون ده، زه د پاكستان پحقله ډېر پر اميد يم كوم چې د جديد علومو سره سره د خواخوږۍ جذبې او په اخلاقياتو آډانه پرېكړو د لارې د خپل طاقت د څرګندولو صلاحيت لري۔ صدر ووئيل د پاکستان اولس سخت حالات د ځان په حق كښې د بدلولو حوصله لري۔ ده په كال 1974 كښې د هند د اتومي چاٶدنو حواله وركولو سره ووئيل پاکستان پهلږه موده كښې د خپل قوي عزم او ارادې له امله ډيټرنس په ځاے ساتلو لپاره د اتومي هېوادونو په فهرست كښې خپل نوم درج كړے،دا د دې خبرې عكاسي ده چې پاكستانے قام خپلو مقاصدو لپاره د معجزې ښودلو صلاحيت لري۔ صدر مملکت باور څرګند كړو پاكستان به د عصري علومو په مرسته په نړيوالو راپورته كېدونكو قامونو كښې رامخې ته شي۔ ده ووئيل د نړۍ د نورو هېوادونو په ضد د جنګونو جواز پېدا كولو لپاره د ناسمو خبرو سهارا اخستې شوې ٬ په ماضي كښې د قامونو تر مېنځه د ناسمو خبرو په بنياد دښمنۍ راپېدا كړې شوي۔ ده ووئيل په عراق كښې په لويه كچه د تباهۍ كوونكو وسلو د موجودګۍ په ناسمه رپوټس د لكهونو په شمېر بې ګناه كسان ووژل شول۔ صدر عارف علويووئيل اسلام د ناسمه او غېر مصدقه خبرونو خپرونو په سختۍ سره حوصله شكني كوي ځكه چې دا په معاشره كښې اړے ګړے٬ بې يقيني او د تباهۍ ذريعه ثابېتدې شي۔په هند كښې د يورينيم د غير قانوني کاروبار حواله وركولو سره صدر د افسوس څرګندونه وكړه چې په دې معامله د مصدقه اطلاعات باجود تر اوسه پهنړيواله كچه اېكشن نه دے اخستے شوے ،دا صورتحال بېلا بېلو هېوادونو لپاره د نړۍ ترجيحي او د جانبداره سلوك عكاسي كوي٬ د كرونا صورتحال پحقله صدر ووئيل په وباء قابو موندلو هڅو كښې د پاكستان كاميابي، د حکومت د سمارټ حکمت عملې او د معاشرې د بې وسه طبقو لپاره په احساس اډانه پرېكړو د لارې ممكن شوې۔په دې موقع صدر عارف علوي د پاکستان او د نورو هېوادونو تعلق لرونكو ملټري ګرېجوېټس ته د خپل كورس په بشپړولو مباركي وركړه۔ په دې موقع د نيشنل ډيفنس يونيورسټۍصدر ليفټيننټ جنرل محمد سعيد هم وېنا وكړه۔ د دې نه وراندې صدرد نېشنل ډيفنس يونيورسټۍفارغ التحصيل پوځي چارواكو ته سندونه وركړل۔
پاکستان په نړيوال فكري انقلاب كښې په شاملېدو د يو طاقت په توګه رامخې ته كېدے شي۔ د صدرډاکټر عارف علويد نېشنل ډيفنس يونيورسټۍ کانووکېشن دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی