اسلام آباد۔3مارچ (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي د مدينې رياست د عصري فلاحي مملكت تصور او د اسلامي تاريخ اساس او بنياد دے٬ د مدينې رياست په يوه شپه كښې نه جوړېږي بياهم د احساس پروګرام لاندې د كوم رنګ او نسل ترمينځه د فرق نه غېر د قومي صحت كارډ وېش ٬ لنګرخانې جوړول او په يخو شپو كښې بې آسرې خلكو له پناه ځايونه جوړول د دمدينې رياست جوړولو پلو مهم ګامونه دي۔ د زيارت په ورځ د قومي رحمة للعالمين اتھارټي په بشپړه توګه د فعاله كېدو دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير وزيراعظم عمران خان ته مباركي وركولو سره ووئيل كوم كار چې د پاكستان جوړېدو نه وروستو كول پكار وو د هغې بنياد وزيراعظم عمران خان اېښودلې دې٬ د انسان كار بنياد اېښودل دي او په دې كښې بركت اچول د پاك پروردګار كار دے۔ هغه ووئيل وزيراعظم په حقيقت كښې د فلاح ٬ خلاصي او كاميابۍ راز موندلې دې ولې چې د نبي علېه السلام درشل ته تر كومې څوك تلې نه وي كاميابي ترلاسه كېدې نه شي او د هغوي درشل ته هغه خلك ځي كومو ته چې د تللو سعادت بخښلې شوې وي۔ هغه د علامه محمد اقبال د شعر حواله وركولو سره ووئيل چې ترجمه ئې دا ده ” كه كومه رڼا ترلاسه كېږي نو هغه به د نبي علېه السلام په لاره تللو سره ترلاسه كېږي”۔ هغه په دې موقعه د زده كړو وفاقي وزير شفقت محمود ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل د قومی رحمة العالمینﷺ اتھارټی جوړولو حوالې سره د دوئي جدي هڅې د ستائنې وړ دي۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان د پارليمنټ او د ملګرو ملتونو په شمول د نړۍ په هر يو فورم د خپل خطاب پېل او اختتام د دواړو جهانونو سردار ښكلي ذكر سره كړې او د دې نه دا ثابتېږي چې نبي علېه السلام سره دوي يو ژور نسبت لري۔ وفاقي وزير ووئيل د امت د ځوان كول تربيت د نبي علېه السلام سيرت او كردار نظر كښې نيولو سره كېدې شي۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ نه ځينې كسان پوښتنه كوي چې د مدينې رياست څه وشؤ ٬ دوئي كښې ځينې د تعصب نه ډك دي٬ هغه ووئيل د مدينې رياست په يوه شپه كښې نه جوړېږي بياهم د احساس پروګرام لاندې د كوم رنګ او نسل ترمينځه د فرق نه غېر د قومي صحت كارډ وېش ٬ لنګرخانې جوړول او په يخو شپو كښې بې آسرې خلكو له پناه ځايونه جوړول د دمدينې رياست جوړولو پلو مهم ګامونه دي۔هغه ووئيل د دواړو جهانونو سردار علېه السلام كافرانو نبي نه منلو خو صادق او امين ئې ضرور منلو۔ هغه ووئيل حلال رزق خوړل اصل عمل دې او مونږ ټولو له به په دې عمل كول وي
د مدينې رياست د عصري فلاحي مملكت تصور او د اسلامي تاريخ اساس او بنياد دے٬ د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena