اسلام آباد۔08 اپرېل(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال يوازې په 141 وګړو كښې د كورونا وائرس تصديق او د مثبت كېسونو شرح 0.52 پاتې شوې۔ د جمعې په ورځ د قامي روغتيا ادارې لخوا په جاري كړې شوي ټويټ كښې د شيئر كړې شويو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا 27 زره 003 ټېسټونه وكړې شول ٬ د 141 وګړو ټېسټونه مثبت راغلل چې ورسره د مثبت ټېسټونو شرح 0.52 پاتې شوه۔ په دې مهال د كورونا وائرس له امله كوم تن نه دے مړ شوې بياهم د 280 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلې شوې دې۔
مضمون کا ماخذ : bolão lotomania