اسلام آباد17مئی(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شناختي كارډ اجرا او تجديد لپاره ??ه ټول پاكستان كښې د يونين كونسل په كچه د بائيو م??ټر?? مشينونو لګولو سپارښتنې كولو سره ??ئېلي دي د شناختي كارډ نظام فول پروف٬ښه او تند رفتاره دې جوړ كړے شي۔ده د جمعې په ورځ د نادرا هېډكوارټر دورې په موقع خبرې كولې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير په نادرا هېډكوارټر كښې د يوې مهمې غونډې مشري وكړه چې پكښې نادرا د اولس لپاره ??ور فرينډلي كولو لپاره د مختلف تجاويز جاج واغستلے شو ۔اولس ته آسانۍ وركولو لپاره ځينې لوئې او مهمې پريكړې وكړې شوې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير هدايت وكړو چې د يونين كونسل په كچه شناختي كارډ جوړونكو او د تجديد آسانۍ وركولو پلان ته څو ورځو كښې حتمي شكل وركړئ۔ده د شناختي كارډز نظام فول پروف٬بهتر او تندرفتاره ??ولو لپاره ??لان هم وغوښت۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئېل ما د نادرا سنټرز دورې كړي او د حالات جاج اغستو سره ??ې پخپله مشاهده كړې چې اولس د ډېرو ستونزو سره ??خ دے ۔ده د نادرا چارواكو ته هدايت وركړو چې داسې پلان جوړ كړئ كوم څخه چې په نادرا سنټر د راتلونكو لپاره آساني وي او په كار كښې كوم تاخير نه وي۔د وګړو ګڼې تر مخه د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په 6 لويو ښارونو كښې د نادرا سنټرونو كښې په 7 ورځو كښې دننه د مسئلو حل له د يو پلان وړاندې كولو هم ووئېل۔د كورنيو چارو وفاقي وزير كراچۍ٬لاهور٬پېښور٬كوئټه٬اسلام آباد او پېنډۍ كښې لا سنټرز جوړولو په اړه د سمدستي اقدامات سپارښتنه وكړه ۔ده د جعلي شناختي كارډ مافيا په ضد د موثره ??اروائي امر هم وكړو ۔د دې نه پس وفاقي وزير محسن نقوي د نادرا آپرېشنل روم دوره ??كړه۔وفاقي وزير ته د ټول پاكستان نادرا سنټرونو ډيجيټل مان??ټر??ګ نظام په اړه تفصيلي بريفنګ وركړ شو ۔محسن نقوي د نادرا چيئرمېن لېفټيننټ جنرل محمد منير افسر او د هغه د ډلې هڅې وستائېلې۔داخله وفاقي سېكرټري خرم آغا او د نادرا اعلٰی چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نادرا هېډكوارټرز دوره٬د شناختي كارډ اجرا او تجديد لپاره د يونين كونسل په كچه د بائيو ميټرك مشينونو لګولو سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ