اسلام آباد 15 جون (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب وئيلي دي وزیراعظم محمد نواز شریف چې څنګه د آئین او قانون پاسداری كړي هغسې پاسداری په ټولو ادارو لاګو كېږي، آئین او قانون څخه چې كله هم تجاوز شوې نو پاکستان تيارو سره مخ شوې،د وزیراعظم محمد نواز شریف نن په وړمبي ځل احتساب نه دې شوے، تاریخ ګواہ دے هغه يواځنې تن دے د كوم چې د درې نسلونو احتساب د هېواد په ت??ریخ كښې درې وارې شوې ٬ د وزیراعظم محمد نواز شریف ټول م??الفین يو ځل بيا ماتې سره مخ شو، د وزیراعظم جے آئی ټی ته وړاندې كېدو سره يو نوې تاریخ جوړ شوے، دې سره به جمهوریت لا قوي شي او ادارې به مستحکم شي ٬ نن نه پس به عمران خان ويرې سره مخ شي، عمران خان هېواد كښې د بې یقینۍ صورتحال پیدا کول غواړي، هغه د پاکستانی سیاست څخه خبر نه دې، كيدې شي هغه د نتھیا ګلی څخه بهر لاړ شي۔ د زيارت په ورځ د وزیراعظم محمد نواز شریف جی آئی ټی ته وړاندې كېدو په اړه په خپلو خبرو كښې دې ووئيل نن يو ځل بيا د وزیراعظم محمد نواز شریف ټول م??الفین د ماتې سره مخ شو ۔ دې ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف جے آئی ټی ته دا وئيلي چې زما ټول دستاویزات ډکلیئرډ دي كوم چې د سپریم کورټ په شمول نورو ادارو كښې وړاندې نه موجود دي او هم دغه خبره د پاناما پیپرز نه پس هغه قام ته په خپل خطاب كښې كړې۔ ده ووئيل د شریفې كورنۍ د کاروبار په اړه چې كوم څيزونه دي هغې سره زه هيڅ تعلق نه لرم ځكه چې دغه کاروبار كښې زه څه ډول م??اخلت نه كوم او دې سره زما هيڅ تعلق نشته۔ دې ووئيل دا خبره ټولې نړۍ ته معلوم ده چې پاناما لیکس كښې د وزیراعظم محمد نواز شریف نامه نشته بلکې د آئی سی آئی جے په خپل ويب پاڼه كښې په دې اړه معذرت کولو سره وئيلي چې د وزیراعظم محمد نواز شریف نامه پاناما پیپرز كښې نشته۔ دې ووئيل جے آئی ټی كوم چې د پاناما پیپرز په اړه پلټنې كوي چې كله هم وزیراعظم محمد نواز شریف راوبللو نو په دريم ځل د هېواد ټاكلې شوې وزیراعظم محمد نواز شریف د آئین او قانون پاسداری کولو سره جے آئی ټي ته وړاندې كيدو سره يو داسې تاریخی مثال جوړ كړو كوم څخه چې دا څرګندېږي چې د احتساب لپاره د پاکستان آئین او قانون چا ته هم استثنیٰ نه وركوي۔ دې ووئيل وزير اعظم نواز شريف داسې يو تاريخي مثال قائم كړې كوم به چې راتلونكي وخت كښې د هېواد ټولې آئيني او قانوني ادارې لا مستحكم كړي۔ دوهمې وزيرې ووئيل د وزیراعظم محمد نواز شریف جے آئی ټی ته مخامخ كېدل او بيا خپل اولس سره خبره كول د پاکستان تحریک انصاف دريځ څخه او پخپله د پاكستان تحريك انصاف د پاكستاني سياست څخه د لاتعلق كېدو ښكاره ثبوت دے۔ دې ووئيل دا لويه اشاره ده چې اوس عمران خان تقرير نه كوي بلكې تر وېډيو پېغام محدود شوے۔ دې ووئيل عمران خان د يوې مياشتې نه نتھياګلي كښې دے او شايد دغه ځايه څخه پاكستان څخه بهر لاړ شي۔ ولې چې هغه دلته دروغ وئيلي او چې كوم بې بنسټه تورونه لګوي او د بې ېقينۍ كېفيت پېدا كولو هڅې كوي په هغې كښې هغه ناكامه شوې۔ مریم اورنګزېب ووئيل عمران خو دا هم وئيلي وو چې وزیراعظم محمد نواز شریف به نه خو جے ??ئي ټي ته وړاندې شي او نه به جے ??ئي ټي دې راوبلي۔ ولې تېره ورځ هغه ورځ هم لاړه او د هېواد په درېم ځل ټاكلي شوي وزیراعظم د آ??ين او قانون سرلوړۍ له جے ??ئي ټي ته وړاندې كېدو سره يو تاريخي مثال جوړ كړے
وزیراعظم محمد نواز شریف چې څنګه د آئین او قانون پاسداری كړي هغسې پاسداری په ټولو ادارو لاګو كېږي
مضمون کا ماخذ : sorteios quina