اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پرمختګ كوونكې هېوادونه د كورونا معاشي اثرات څخه ويستلو او د 2030 د اوږدې مودې د پرمختګ اهداف لپاره به معاشي وسائل په سمدستي توګه وركول باوري كول وي٬پاكستان د محفوظه ٬څوكاله او مستحكمې اشياﺀ پيسيفك لپاره د آسيان ريجنل فورمز اقدامات مرسته روانو ساتلو له لوظي دے ۔د اسلامو فوبيا په ضد كوټلو اقدامات ته اړتيا ده٬په سيمه كښې امن او استحكام لپاره يو امن ناكه او مستحكم افغانستان ضرورې دے ٬خارجه وزير د جمعې په ورځ د آسيان سيمه ايز فورم 28م وزارتي غونډې ته وېنا كوله۔شاه محمود قرېشي ووئيل آسيان ريجنل فورم مونږ له د شريكې خوښې په سياسي او امنيتي چارو د مشاورت او تعميري خبرو اترو له شريكو هڅو لپاره مرستې ته د ودې وركولو موقع راكوي۔ده ووئيل د كورونا نړيوالې وبا په وجه د نړۍ د روغتيا څانګې او معيشت ته په پېښو چېلنجونو قابو مومو٬د دې نړيوالې وبا جغرافيائي حدود نه لرل د دې خبرې غوښتنه كوي چې آسيان ريجنل فورم او د ملګرو ملتونو غوندې د نړيوالو ادارو ګڼ اړخيزه روح وكارولې شي۔بايد مونږ د خپلو وسائلو له مخې داسې ويكسين جوړ كړو كوم چې د يو “ګلوبل پبلك ګډ”په توګه ټولو ته ترلاسه وي۔ده ووئيل مونږ د دې وبا مخ نيوي لپاره د سمارټ لاك ډاؤن تګلاره اختيار كړې دغسې د ايمرجنسي پروګرام ترمخه مونږ 200 اربه څخه زياتې روپۍ په معاشي توګه كمزورو 15 ملينه كورنيو له وركړي٬مونږ د ويكسين لګولو كمپائن پېل كړے ۔تر دسمبر 2021 به 70 ملين كسانو ته ويكسين ولګولې شي۔ده ووئيل د وبائي بحران مخ نيوي او بيا ښه تعميري هدف سر كولو له به مونږ له د ويكسين يو ډول وركړه باوري كول وي۔د ترهه ګرۍ په اړه خارجه وزير ووئيل د تېرې يوې لسيزې راهسې ترهه ګري زمونږ د ټولنو لپاره خطر ګرځېدلې ٬پاكستان د ترهه ګرۍ لعنت څخه تر ټولو زيات ځپلے شوے كومې ته چې زياتره د پولې پورې غاړه څخه معاونت ترلاسه ؤ ٬زمونږ وسله والو ځواكونو٬قانون نافذ كوونكو ادارو او وګړو د خپلو ځانونو قرباني وركړې دغسې د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره پاكستان په يو كوټلې نېشنل ايكشن پلان عمل كوي۔ ده ووئېل مونږ د مني لانډرنګ او ترهه ګرۍ مالي معاونت مخ نيوي لپاره كوټلي اقدامات كړي٬پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ كاروائيو غندنه كوي ٬ بايد مونږ كوم هم هېواد له دا اجازه ورنه كړو چې سياسي مقاصدو لپاره ټول قام يا په ټولنو د ترهه ګرۍ په حقله تورونه ولګوي۔خارجه وزير ووئيل د اسلامو فوبيا په ضد اقدامات ته اړتيا ده او بايد دا د مسلمانانو د زړونو ازارولو لپاره د كارولو اجازه ورنه كړې شي۔خارجه وزير ووئيل د وګړو څوكالۍ او سماجي پرمختګ لپاره دې پخوانۍ شخړې په امن ناكه ډول هوارې كړې شي٬مونږ د نړيوال قوانين خلاف ورزي كولو سره په متنازعه سيمو كښې د جغرافيائي بدلونونو اقدامات غندنه كوو۔ يو اړخيزه اقدام سيمه كښې مرستې او د همغږۍ ماحول پیدا كولو له زمونږ په هڅو كښې تر ټولو لويې خنډ دے۔په دې حقله د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په قراردادونو عمل كولو ته اړتيا ده۔د افغانستان په حقله ده ووئيل په سيمه كښې امن لپاره امن ناكه او مستحكم افغانستان ضرورې دے۔د افغان شخړې كوم پوځي حل نشته۔ده ووئيل پاكستان د افغانانو په مشرۍ كښې د خبرو اترو د لارې د افغان مسئلې سياسي حل ملاتړ كوي
پرمختګ كوونكې هېوادونه د كورونا معاشي اثرات څخه ويستلو او د 2030 د پرمختګ اهداف لپاره به معاشي وسائل په سمدستي توګه وركول وي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د آسيان سيمه ايز فورم وزارتي غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر