اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) صدر ډاکټ?? عارف علوي وئيلي دي د سيمه ايز تجارت ودې او ګوادر بندر ځائې سره به د ګلګت بلتستان په معيشت مثبت اثر پريوځي، جي بي كښې د سېلګرۍ او ميملستياﺀ څانګې پرمختګ لپاره د سو?? نه غير قرض وركولو لپاره اقدامات روان دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ګلګت بلتستان اسمبلۍ نوو ټاكلو غړو سره د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې د ِکشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امېن ګنډاپور، ?? ګلګت بلتستان اسمبلۍ سپيکر سيد امجد علي زيدي او ډپټي سپيکر هم موجود وؤ۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې صدر ډاکټ?? عارف علوي ووئيل د ګلګت بلتستان قامي چوكاټ كښې شاملول?? له ګامونه پورته كوو، ګلګت بلتستان يو ښكلې سيمه ده، د سېلګرۍ ودې لپاره اقدامات ته اړتيا ده۔ده ووئيل ګلګت بلتستان كښې اوسنۍ ټاكنې په سپيځلې ډول شوي، ګلګت بلتستان كښې فور جي آسانۍ او انټرنيټ وركول?? له به ډير زر فنډز وركړے شي۔ده ووئيل آن لائن تعليم ترلاسه كولو كښې ستونزو لري كول?? له بنيادي انفراسټرکچر به ډير زر جوړ كړے شي۔ صدر ووئيل چين پاکستان معاشي راهداري سره به د ګلګت بلتستان معيشت ته ګټه ورسي، سيمه ايز تجارت او ګوادر بندرځائې سره به د ګلګت بلتستان په معيشت مثبت اثر پريوځي۔ده ووئيل په قراقرم هائي وے د كار استعداد زياتولو سره به تجارت ته وده ترلاسه شي،د نړيوال معيار له مخې د ميوو برآمدات زياتول?? له فوډ پراسيسنګ كښې سرمايه كارۍ ته اړتيا ده۔ صد?? عارف علوي ووئيل جي بي به به د معدنيات صلاحيت څخه ګټې لپاره جديد تګلاره خپلول وي، ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ ودې لپاره به نېشنل بينك ډير زر د قرض وركړه پيل كړي او جي بي كښې د سېلګرۍ او ميلمستياﺀ څانګې پرمختګ لپاره به د سو?? نه غير قرض وركول?? له ګامونه پورته كولې شي۔ده ووئيل د تعليم څانګې پرمختګ سره به ګلګت بلتستان كښې سوكالي راشي۔ صدر د ګلګت بلتستان د روغتيا څانګې او تعليم مسئلې زر حل كولو لپاره باور وركړو۔ وفاقي وزير علي امين ګنډاپور ووئيل جي بي كښې به د كال تر آخر په ډويژنل سطح الټراساؤنډ او د اېم آر آئي مشينونو وركول باوري شي۔ده ووئيل د ګلګت بلتستان د تعليم، صحت ، زراعت او كبانو نيولو څانګې پرمختګ له اقدامات کوو۔ده ووئيل وفاقي حکومت به د ګلګت بلتستان مسئلو حل كول?? له او پرمختګ لپاره بشپړه مرسته كوي
د سيمه ايز تجارت ودې او ګوادر بندرځائې سره به د ګلګت بلتستان په معيشت مثبت اثر پريوځي، د صدر ډاکټر عارف علوي د ګلګت بلتستان اسمبلۍ نوو ټاكلو غړو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن