اسلام آباد 14اپريل (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د روژي مباركي مياشت په پيل كيدو ټول قام او اسلامي نړۍ له مباركي وركولو سره وئيلي دي د روژي مباركي مياشت مونږ ته په محتاط انداز د ژوند تېرولو تربيه راكوي، د كورونا وائرس دريمي چپي له امله ټوله نړۍ په تكليف كښې ده، د علماء كرام او مشائخ په مشاورت سره د مونځ ٬ تراويح او اعتكاف په اړه په اېس او پيز عملدرآمد باوري كولو سره دې د ويكسين لګولو هم اهتمام وكړے شي، په روژه كښې دې د زكوٰۃ او سرسيايه وركول هم باوري كړې شي او په خاص توګه دې د حاحتمندو خيال وساتلے شي۔ د روژي مباركي مياشت پيل كيدو په موقع د قام په نامه خپل يو پيغام كښې صدر ووئيل د روژي مباركي مياشت په پيل كيدو ټول قام او اسلامي نړۍ له مباركي وركوم۔دا د لوي څښتن خاص فضل او كرم دے چې مونږ له ئې يو ځل بيا د روژي مباركي مياشت د فيوض او بركتونو څخه د استفادې كولو موقع راكړه۔ده ووئيل لوي څښتن په مونږ كښې تقويٰ راپيدا كولو لپاره روژه فرض كړې ۔ د تقوي مطلب پرهيزګاري ده،په نورو ټكو كښې په محتاط انداز ژوند كول تقويٰ ده او په روژه مباركه مياشت كښې په محتاط انداز د ژوند كولو تربيه كيږي۔ صدر عارف علوي ووئيل دا مهال د كورونا وائرس دريمې چپي له امله ټوله نړۍ په تكليف كښې ده او ټول هېوادونه په بيړني توګه په دې وباﺀ قابو موندلو لپاره هڅي كوي، د كورونا دا چپه زياته خپريږي او خطرناكه ده۔ لوي څښتن دې مونږ په خپل ځان د ظلم څخه اوساتي، مونږ له به د خپل ځان او كورنۍ د ژوند تحفظ لپاره د پرهيزګارۍ صفت خپلول وي۔په غير ضروري توګه سماجي ملاقاتونو څخه به ځان ساتل وي۔د طبي پوهانو د سپارښتني له مخي د ماسك استعمال او ويكسين لګولو اهتمام هم ضروري دے۔ده ووئيل په روژه كښې د علماء او مشائخو په مشاورت سره ترسره شوي د مونځ او تراويح او اعتكاف په اړه په SOPs به عمل كول وي۔ده ووئيل هيله لرم چې مونږ به په حفاظتي تدابير عمل كولو سره د كورونا درېمې چپي څخه ځان محفوظ كړو او لوي څښتن دې زمونږ مرسته وكړي۔
د روژې مباركي مياشت مونږ له په محتاط انداز د ژوند تېرولو تربيه راكوي، صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری