اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثنا الله د پي آئي آئي مشر عمران خان او پي ټي آئي له وارننګ وركړې چې په 17 جولائي د فساد څخه ډډه وكړي ۔ ده ووئيل اطلاع ترلاسه شوې چې د پي ټي آئي 500 څخه زيات فساديان ضمني اليکشن كښې د فساد په اراده پنجاب ته رسيدلې دي ،عمران خان اليکشن كښې ماتي سره مخ شوې ، اوس د اولس سره جنګيدو تياري كوي۔د خالي په ورځ جاري شوې بيان له مخې د كورنيو چارو وزير پخواني وزير اعظم عمران او د هغه ټائيګرز له خبردارې وركړې چې د قانون په چوكاټ كښې پاتې شي ، ډسکه اليکشن په شان كوم حركت كه وكړې شو نو قانون به خپله لاره اوباسي،اطلاع ترلاسه شوې چې د پي ټي آئي 500 څخه زيات فساديان په ضمني اليکشن كښې د فساد په اراده سره پنجاب ته رسيدلې دي،د حلقے څخه بهر د پولنګ ايجنټ لګولو خواست د دې سازش برخه وه۔د كورنيو چارو وزير ووئيل د خېبر پښتونخواه وروڼو د پنجاب وروڼو سره سره د جنګولو منصوبه جوړه شوې ،پرويز خټك، اسد قيصر ،علي محمد خان او مراد سعيد دغه فساديانو له تحفظ وركوي۔ده ووئيل د اليکشن کمېشن احکامات او قانون ماتونكي به د قانون سره مخ كولې شي،د پي ټي آئي ټائيګرز سره غنډه ګردي که وكړې شوه نو د نتيجو ذمه وار به عمران نيازي وي۔
اطلاع ترلاسه شوې چې پي ټي آئي د 500 څخه زيات فسادان ضمني اليکشن كښې د فساد په اراده پنجاب ته رسولې دي، عمران خان اليکشن كښې ماتي سره مخ شوې، اوس اولس سره د جنګيدو تياري كوي ۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثنا الله
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا